د روسيې د بهرنيو چارو وزير خبردارى ورکړى، چې ښايي د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ د کړکېچ زياتېدل له کنټروله ووځي. سرګي لاوروف پرون په مسکو کې خبريالانو ته وويل، ښايي دغه وضعيت يوه بحران ته داخل شي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير خبردارى ورکړى، چې ښايي د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ د کړکېچ زياتېدل له کنټروله ووځي.
سرګي لاوروف پرون په مسکو کې خبريالانو ته وويل، ښايي دغه وضعيت يوه بحران ته داخل شي.
نوموړي په دې لانجه کې له ټولو ښکېلو اړخونو وغوښتل، چې له حوصلې څخه کار واخلي.
لاوروف دا خبردارى په داسې حال کې ورکوي، شمالي کوريا خبردارى ورکړى، چې په جنوبي کوريا او ارام سمندر کې يې د امريکا پر وچې او پوځي اډو د بريدونه لپاره توغندي چمتو کړي دي.
د شمالي کوريا مشر وړمه ورځ وروسته له هغې بريد ته د توغنديو د چمتو کولو امر وکړ، چې د امريکا د ځينو خفيه بم غورځوونکو جنګي الوتکو له خوا د کورياګانو پر ټاپو وزمه الوتنې وشوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


