د ۲۰۱۴ ميلادي کال په رالنډېدو سره امريکا او د ناټو غړي نور هېوادونه له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو او تجهيزاتو ايستلو لپاره له اوس څخه چمتووالی نيسي.
د ۲۰۱۴ ميلادي کال په رالنډېدو سره امريکا او د ناټو غړي نور هېوادونه له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو او تجهيزاتو ايستلو لپاره له اوس څخه چمتووالی نيسي.
د سي، اين، اين تلوېزيون د رپوټ پر بنسټ، د افغانستان له ټولو ولايتونو څخه د امريكا د پوځي تجهيزاتو را ټولول كافي وخت او ۶ ميليارده ډالر لګښت غواړي.
يو امريکايي قومندان ويلي، دوى اوس مهال په افغانستان کې تر ټولو لويې پوځي اډې بګرام څخه د خپلو ځواکونو او تجهيزاتو د سمبالولو په حال کې دي.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، امريکا په پام کې لري، څو خپل زرګونه زري تجهيزات او سرتېري د پاکستان له لارې بهر کړي.
سي اين اين په خپل رپوټ كې ليكلي، ټاكل شوې چې له افغانستانه به پر امريكايي تجهيزاتو بار۵۰۰ موټر د امريكا ډېپوګانو ته ولېږدول شي.
سرچينې زياته كړې، په بګرام زندان كې موجود ۲۸ زره پوځي موټر او له پوځي تجهيزاتو ډك ۲۰ كانټينرونه به د ۲۰۱۴ كال تر پايه له افغانستانه امريكا ته ولېږدول شي.
له افغانستانه به د يادو امريكايي تجهيزاتو زياته برخه له پاكستانه او نور به يې د منځنۍ اسيا له لارې ولېږدول شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

