له هغه وروسته چې ولسي جرګې د اداري پلاوي خورا جنجالي ټاكنې ترسره كړې او د كمسيونونو د رئيسانو د ټاكنو لپاره لاره اواره شوه، خو اوس اوس د كمسيونونو د رياستونو چوكۍ ته یو شمېر نوماندان وايي چې ځینې وكيلان ترې د رايې په بدل كې د پيسو غوښتنه كوي.
له هغه وروسته چې ولسي جرګې د اداري پلاوي خورا جنجالي ټاكنې ترسره كړې او د كمسيونونو د رئيسانو د ټاكنو لپاره لاره اواره شوه، خو اوس اوس د كمسيونونو د رياستونو چوكۍ ته یو شمېر نوماندان وايي چې ځینې وكيلان ترې د رايې په بدل كې د پيسو غوښتنه كوي.
د ۱۳۹۱ کال د كب په ۲۹ مه د ولسي جرګې یو شمېر غړیو شکایت وكړ چې د کمسیونونو د اداري پلاوي د پستونو د ترلاسه کولو لپاره ورڅخه د رشوت غوښتنه کیږي.
مولوي عبدالرحمن چې ځان یې د ولسي جرګې د شكايتونو د اورېدو کمسیون ریاست ته کاندید کړی و، د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې په دې اړه اسناد او شواهد لري.
نوموړي د ولسي جرګې له اداري پلاوي وغوښتل، څو د دې کار د مخنیوي لپاره اقدام وکړي: (( زه بې وسه، بې تجارته ملا چې ځان کاندید کړم او زما څخه رشوت وغوښتل شي تاسو قضاوت وکړئ، زه کاندید یم او له ما څخه رشوت غوښتل کیږي، په الله باور وکړئ چې زه به سند وړاندې کوم، نوم یې هم اخلم هم تصویري هم غږیز او هم کتبي سند لرم چې ان له اداري پلاوي یو کس هم هلته وه او ما لودسپیکر وواهه او ومې ویل چې زه په کمسیون کې یم او له ما څخه پیسې غواړې د چنې په اړه ما سره بحث کوې؟))
ښاغلي رحماني د کوم مشخص شخص نوم وانه خست، خو دا یې وویل چې ځینې کسان ده ته ګواښ کوي څو دا موضوع له کمسیونه بهر مطرح نه کړي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې یوه بل غړي الله ګل مجاهد د مولوي عبدالرحمن رحماني خبرې تایید کړې او ویې ویل:(( زه د مولوي صاحب خبرې تاییدوم، واقعیت لري او زه په هماغه غونډه کې ناست وم، دوه نور وکیلان هم وو چې د ټلیفون غږ یې لوړ کړ او ما یې غږ هم ثبت کړی، خو نوم یې اخلاقا نه اخلم، ته ټول ملت ته خیانت کوې چې درې زره ډالره رشوته غواړې.))
ښاغلي رحماني همدارنګه وویل، د ریاست او مرستیالانو چوکیو ته له کاندیدانو څخه د رشوت اخستلو لړۍ، په ډېرو کمسیونو کې جریان لري.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال میرویس یاسیني چې د جرګې مشري یې کوله اداري پلاوي ته هدایت وکړ څوپه دې اړه څېړنې وکړي: ((کوم کسان چې د ملت کور دننه په دې توګه د خوږو او غوړو څخه استفاده کوي او غیرقانوني کارونه کوي، جناب مولوي صاحب اداري پلاوی او تالار موظف دی چې د دا ډول بیهوده کارونو مخنیوی وکړي.))
پخوا هم په ولسي جرګې کې ځینو کسانو دا ادعاوې هم کړې وي چې یو شمیر وکیلان له وزیرانو د رایې ورکولو لپاره هم رشوت او یا هم په غیر قانوني توګه امتیازات اخلي.
د ۱۳۹۱ کال د كب په ۱۹ مه د ولسي جرګې دوهم تقنيني كال پيل شو او ورسره سم دغه جرګه په يوه اوونۍ كې دننه له څو څو ځله ټاكنو وروسته وتوانېده خپل اداري پلاوي وټاكي.
د لومړي پړاو په ټاكنو كې د ولسي جرګې د لومړي مرستيال د چوكۍ لپاره ظاهر قدير او ميرويس ياسيني، د دوهم مرستيال د چوكۍ لپاره نعمت الله غفاري، امان الله پيمان، اسدالله سعادتي او احمد شاه رمضان، د منشي د چوكۍ لپاره عبدالقادر قلاتوال او عبدالستار خواصي او د مرستيال منشي د چوكۍ لپاره نظيفې ذكي، نيلوفر ابراهيمي او فرهاد عظيمي ځانونه نومولي وو، خو له يادو نوماندانو يو هم په دې ونه توانيد چې د ولسي جرګې د غړو باور تر لاسه كړي.
په دغو ټاكنو كې ۱۲۱ تنه وكيلان حاضر وو او بايد له يادو كانديدانو څخه هريوه ۵۰% + ۱ رايې چې ۱۱۱ رايې كيږي پوره كړې واى، خو ونه توانيدل او ټاكنې د ولسي جرګې بلې غونډې ته وځنډېدې.
د ( کب په ۲۰مه) د ولسي جرګې غړو د دوهم مرستيال او منشي د مرستيال د چوكيو لپاره د ۴ تنو تر منځ ټاكنې ترسره كړې، خو يو هم له يادو نوماندانو څخه بريالى نه شو.
او د دريم ځل لپاره د ولسي جرګې د اداري پلاوي د ۴ چوكيو لومړي او دوهم مرستيال، منشي او د منشي د مرستيال د چوكيو لپاره ۱۱ تنو ځانونه كانديد كړي وو، خو يوازې د منشي د چوكۍ لپاره عرفان الله عرفان بريالى راووت.
په ورته مهال د ولسي جرګې د لومړي مرستيال چوكيو ته عبيدالله كليمزى، عبدالرحيم ايوبي او عبدالحفيظ منصور كانديد وو چې كليمزي ۶۲، ايوبي ۲۴ او منصور ۷۸ د تائيد رايې واخستې، خو د لومړي مرستيال چوكۍ ته يې لاره پيدا نه كړه او ټاكنې د دوو تنو كليمزي او منصور تر منځ دوهم پړاو ته لاړې.
د ۱۳۹۱ کال د كب په ۲۱ مه نېټه د لومړي مرستيال څوكۍ لپاره د عبيد الله كليمزي وردګ او عبد الحفيظ منصور تر منځ د ټاكنو دوهم پړاو ترسره شو، خو بيا هم د تېر په څېر پايله منفي وه.
خو د همدې کال د كب په ۲۲مه د لومړي مرستيال څوكۍ ته د ټاكنو په څلورم پړاو كې ميرويس ياسيني وكولاى شول د ۱۲۹ موافقو رايو په تر لاسه كولو د ولسي جرګې د غړو باور تر لاسه كړي.
دغه راز د منشي د چوكۍ لپاره سيد اكرم وكولاى شول د ۱۱۳ موافقو رايو په تر لاسه كولو د ولسي جرګې د غړو باور تر لاسه كړي او په دې سره د ولسي جرګې اداري پلاوى بشپړ شو.
په دې سره ميريس ياسيني لومړى مرستيال، صالح محمد سلجوقي دوهم مرستيال، سيد اكرام منشي او عرفان الله عرفان مرستيال منشي وټاكل شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


