د امريكا د بهرنيو چارو وزير افغانستان ته تر تګ مخكې وړمه شپه د اردن په پايتخت عمان كې د پاكستان له لوى درستيز سره د افغانستان د سولې د پروسې او په سيمه کې د روان امنيتي وضعيت په اړه خبرې کړې دي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزير افغانستان ته تر تګ مخكې وړمه شپه د اردن په پايتخت عمان كې د پاكستان له لوى درستيز سره د افغانستان د سولې د پروسې او په سيمه کې د روان امنيتي وضعيت په اړه خبرې کړې دي.
اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس وايي، چې جنرال اشفاق پروېز کياني او جان کېري په خپلو کې په عمان کې د متحده ايالاتو د سفير په کور کې ليدلي دي.
د پاکستان د پوځ همکاري او رول، چې کولى شي طالبان سولې ته وهڅوي، په افغانستان د سولې د هلو ځلو د کاميابۍ لپاره اړين ګڼل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

