ads

پروېز مشرف نن پاكستان ته ستنېږي

ټاکل شوې ده، چې د پاكستان پخوانى جمهوررئيس جنرال پروېز مشرف نن په دوبۍ او لندن کې له څلورو کلونو جلا وطنۍ وروسته خپل هېواد ته ستون شي او د مې د ۱۱مې په ټاكنو کې ګډون وکړي. ټاکل شوې ده، چې د پاكستان پخوانى جمهوررئيس جنرال پروېز مشرف نن په دوبۍ او لندن کې […]

نویسنده: TKG
4 وری 1392
پروېز مشرف نن پاكستان ته ستنېږي

ټاکل شوې ده، چې د پاكستان پخوانى جمهوررئيس جنرال پروېز مشرف نن په دوبۍ او لندن کې له څلورو کلونو جلا وطنۍ وروسته خپل هېواد ته ستون شي او د مې د ۱۱مې په ټاكنو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده، چې د پاكستان پخوانى جمهوررئيس جنرال پروېز مشرف نن په دوبۍ او لندن کې له څلورو کلونو جلا وطنۍ وروسته خپل هېواد ته ستون شي او د مې د ۱۱مې په ټاكنو کې ګډون وکړي.

پاکستاني طالبانو ګواښ کړى، که چېرې مشرف په ټاكنو کې د سياليو په هدف د يکشنبې په ورځ هېواد ته ستون شي، دوى به يې ووژني.

يوه پاکستاني وسله وال طالب، عدنان رشيد چې په تېر وخت کې يې هم د جنرال مشرف د قتل هڅه کړې وه، په يوه ويډيويي پيغام کې، چې تېره ورځ خبري رسنيو ته رسېدلى ويلي، چې د مشرف د وژنې لپاره ځان وژونکي، نښه ويشتونکي، د خاصو بريدونو ډله او د نږدې جګړو قطعه چمتو شوي دي.

جنرال مشرف په ۲۰۰۱ کال کې په امريکا کې د سپټمبر د ۱۱مې له تروريستي بريدونو وروسته د امريکا پر مشرۍ تروريزم ضد جګړې سره ملګرى شو او په پاکستان کې يې د وسله والو پر ضد ستر عمليات ترسره کړل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA