ads

موټر بم بريد ۱۷ پاكستاني سرتېري ووژل

په شمالي وزيرستان کې تېره شپه د پاکستان د پوځ پر يوې پوستې د موټر بم بريد په نتيجه کې لږ ترلږه ۱۷ تنه پاكستاني سرتېري ووژل شول. رپوټونه وايي، چې بريد كوونكي له چاودېدونکو توكو ډک موټر د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې د لويې لارې پر سر د پاکستان د پوځ له […]

نویسنده: TKG
4 وری 1392

په شمالي وزيرستان کې تېره شپه د پاکستان د پوځ پر يوې پوستې د موټر بم بريد په نتيجه کې لږ ترلږه ۱۷ تنه پاكستاني سرتېري ووژل شول. رپوټونه وايي، چې بريد كوونكي له چاودېدونکو توكو ډک موټر د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې د لويې لارې پر سر د پاکستان د پوځ له يوه مرکز

 

 

په شمالي وزيرستان کې تېره شپه د پاکستان د پوځ پر يوې پوستې د موټر بم بريد په نتيجه کې لږ ترلږه ۱۷ تنه پاكستاني سرتېري ووژل شول.

رپوټونه وايي، چې بريد كوونكي له چاودېدونکو توكو ډک موټر د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې د لويې لارې پر سر د پاکستان د پوځ له يوه مرکز سره جنګولى دى.

يوه امنيتي چارواكي د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي، چې په دې بريد کې د پاکستان د پوځ لږ تر لږه ۱۷سرتېري وژل شوي او تر دېرشو ډېر ټپيان دي.

د بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA