د خوست يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دوى زرګونه جريبه كرنيزې ځمكې د سېلابونو له خطر سره مخ دي، خو دولت يې تراوسه پورې هېڅ غم نه دى خوړلى.
د خوست يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دوى زرګونه جريبه كرنيزې ځمكې د سېلابونو له خطر سره مخ دي، خو دولت يې تراوسه پورې هېڅ غم نه دى خوړلى.
د خوست له مرکز څخه دوه خوړونه تېر شوي چې يو د شمل او بل د متون په نوم ياديږي، دغو خوړونو هر كال د بارانونو پر مهال د خلكو حاصل خيزې ځمكې له ځانه سره وړې او خلك يې په ډاګ پرېښي دي.
د خوست د مرکز متون اوسېدونکى محمد ميوند وايي، له تېرو دوو کلونو راهيسې د دوى ځمکې د اوبو له خطر سره مخ دي: (( تراوسه يې زموږ دوه جريبه ځمكه وړې ده.))
مېوند زياتوي: (( که دولت يا کومه موسسه زموږ د کرنيزو ځمکو غم ونه خوري، نو په نږدې راتلونکي کې به له خپلې ځمکې خلاص شي.))
د همدې سيمې يو بل اوسېدونکى رحيم شاه وايي نه يوازې دى بلكې ګڼ خلك له دې ستونزې سره لاس او ګريوان دي: ((تراوسه خو ډېرې ځمکې سيلابونو وړې او د موسمي بارانونو وخت خو لا هم پاتې دى چې خداى خبر بيا به مو څومره ځمكې ويجاړوي))
د رحيم شاه د وينا له مخې، دوى له دولت څخه جدي غوښتنه كوي چې د دې غم مخه ونيسي.
د دغه ولايت يو بل اوسېدونكى سيد قيوم چې د شمل خوړ پر غاړه کرنيزه ځمکه لري وايي: ((زما د کورنۍ د ژوند تېرولو يوازنۍ عايد همدا ځمکه ده، خو اوس هغه هم له جدي ګواښ سره مخ ده.))
سيد قيوم زياته كړه: (( زموږ په کلي کې داسې خلک هم شته چې سیلابونو له هستیو خلاص کړې دي.))
ګربز د خوست په جنوب کې پرته هغه ولسوالي ده چې زياتره اوسېدونکي يې خپل ورځنی عايد له کرنيزو ځمکو ترلاسه کوي.
د دې ولسوالۍ د بوري خېلو د قوم يو تن قومي مشر ملک مست مير وايي: ((که د ګربزو هغو سيمو ته چې له خلکو څخه سيلابونو کرنيزې ځمکې وړي څوک بوځم هيڅ به يې راسره ونه مني، دومره ځمكې يې وړې دي.))
ملك مست زياته كړه: (( كه دولت د دغو خوړونو لپاره پلان ونه لري، نو په سلګونو جريبه نورې کرنيزې ځمکې هم له خطر سره مخ دي.))
د خوست ښار په يعقوبيو او صبريو ولسوالیو کې يو بل خوړ د زنبر په نوم ياديږي چې هغې هم د خلکو په سلګونه جريبه ځمکه تالا كړې.
د دغې سیمې اوسېدونکی امين الله وايي: (( د هغو خلكو چې ځمكې يې سيلابونو وړي يوازې د الله په هيله ناست دي.))
د خوست مېشتو يادې ټولې ستونزې مو د دغه ولايت له چارواکو سره شريکې کړي.
د دغه ولايت د کليو پراختيا او بيارغونې رئيس انجنير محمد عثمان مهدي د خلکو خبره مني او وايي، په دې برخه کې يې له خلکو سره ځينې مرستې هم کړې دي:((تېر کال مو په خوست کې ٤٠٠٠ زره جالۍ پر اړمنو خلکو ووېشلې. د سږکال لپاره په لاس کې څه نه لرو، خو اړوند وزارت ته مو ويلي دي.))
په خوست کې د اوبو د تنظيم رئيس انجنير نسيم کريمي وايي، په دغه ولايت کې په زرګونو جريبه ځمکه د اوبو خوراک شوې ده، خو په تېرو ۱۱ کلونو کې اړوند وزارت د دوى له ادارې سره هېڅ مرسته نه ده کړې: (( په وزارت کې مو هېڅوک غږ نه اوري.))
د نوموړي د وينا له مخې، د دوى كارونه ټول د ولايتي بيارغونې په ټيم ژوندي دي: (( اوس چې پي، ار، ټي نشته او يا له چا سره مرسته نه کوي، نو زموږ کارونه هم په ټپه درېدلي دي. ))
د کرنيزو چارو کارپوهان هم اندېښنه ښيي چې که د خوست کمې ځمکې له دا ډول حالت سره مخامخ وي، نو په څو کلونو کې به خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شي.
په خوست کې د کرنيزو چارو کارپوه مير نواز علمي وايې، کوم خوړونه چې د کرنيزو ځمکو له منځه تېر شوي که دولت وغواړي مخه يې نيولى شي.
د نوموړي په خبره، که په دغو خوړونو د بريښنا بندونه جوړ شي د نورو ګڼو ګټو ترڅنګ به يې پاتې ځمکې ژغورلې وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


