د لبنان صدراعظم نجيب ميقاتي تېره شپه په يوه خبري غونډه كې د استعفا اعلان وكړ. نوموړي په يوې لنډې وينا کې د خپلې استعفا اصلي علت د لبنان د کابينې په پرونۍ غونډه كې د هغه د غوښتنو نه تصويبېدل ياد كړ.
د لبنان صدراعظم نجيب ميقاتي تېره شپه په يوه خبري غونډه كې د استعفا اعلان وكړ.
نوموړي په يوې لنډې وينا کې د خپلې استعفا اصلي علت د لبنان د کابينې په پرونۍ غونډه كې د هغه د غوښتنو نه تصويبېدل ياد كړ.
د لبنان دکابينې په غونډه كې د نجيب ميقاتي غوښتنې د داخلي امنيت د مشر اشرف رفيع د کار د مودې غځول او د پارلماني ټاكنو د څارنې د پلاوي جوړېدل وو.
نجيب ميقاتي وايي، د لبنان د سياسي ډلو ترمنځ اختلافونو ژور ټپونه پيدا کړي، چې په وينا يې يوازې د خبرو له لارې رغېداى شي.
هغه يادونه وکړه، چې تر دې مخکې يې هم دوه ځله استعفا کولو ته زړه ښه کړى و.
جمهوررئيس سليمان تر اوسه څه نه دي ويلي، چې د نجيب ميقاتي استعفا به ومني او کنه؟
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


