د ملكي مرګ ژوبلې تر څنګ پوځي مرګ ژوبله هم يوه له هغو سترو ننګونو څخه ده چې لا تر اوسه یې د مهارولو په برخه كې افغان حکومت چندان د پام وړ برى نه دى تر لاسه كړى. د منتقدينو په خبره حكومت د پوليسو او اردو د كلنيو تلفاتو د لېستونو په ارايه كولو سره نه شي کولای چې د دغې مرګ
د ملكي مرګ ژوبلې تر څنګ پوځي مرګ ژوبله هم يوه له هغو سترو ننګونو څخه ده چې لا تر اوسه یې د مهارولو په برخه كې افغان حکومت چندان د پام وړ برى نه دى تر لاسه كړى. د منتقدينو په خبره حكومت د پوليسو او اردو د كلنيو تلفاتو د لېستونو په ارايه كولو سره نه شي کولای چې د دغې مرګ ژوبلې د مخنیوي په برخه کې خپله بې کفایتي او بې توجهي له خلکو پټه کړي. دوی وايي که څه هم د افغان امنیتي ځواکونو دا قربانۍ او فدا كارۍ د قدر وړ دي، خو افغان امنیتي ځواکونه لا هم د روزنې، وقایوي او ځان ساتنې په لارو چارو نه پوهېږي.
د كليد خبريال نورولي سعيد شينوارى ليكي: تېره اوونۍ د كورنيو چارو وزارت وياند صدیق صدیقي په خپل كلني راپور كې وويل چې د وسله والو مخالفينو د ۶۳۰۰ بريدونو او بېلا بېلو پېښو په نتیجه کې د ۱۳۹۱ لمریز کال په اوږدو کې د پولیسو ۱۸۰۰ منسوبين وژل شوي او شاوخوا ۳ زره نور يې ټپيان دي.
که څه هم ښاغلي صدیقي په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د پولیسو د مرګ ژوبلې په اړه ارقام وړاندې نه کړل، خو ویې ویل چې اوسني ارایه شوي ارقام د تېر په پرتله د پولیسو په مرګ ژوبله کې ۱۵فیصده زیاتوالی ښيي.
د صدیقي په خبره د وسله والو طالبانو لخوا د سړك د غاړې ماين اېښودنې هم د پخوا په پرتله ۱۳ فيصده زياتې شوې، خو د دې تر څنګ د وسله والو مخالفينو په تلفاتو كې د ۲۱ فيصده زياتوالي خبره هم كوي او وايي، په ۱۳۹۱ کال كې ۴۶۰۰ وسله وال وژل شوي، ۹۸۰ ټپيان، ۶۷۰۰ نور بيا د وسله والو فعاليتونو په تور او ۴۰ تنه ځانمرګي بريدکوونکي د افغان پوليسو لخوا نيول شوي دي.
صديقي د راپور د وړاندې كولو پر مهال وويل: (( بايد د ملي پوليسو د قربانيو درناوى وشي، ځکه د ترهګرۍ او ځانمرګو پر وړاندې چې ذهنونه يې له هېواده بهر مينځل شوي، قرباني شوي دي.))
خو اوس سوال دا دى چې كه خبره د قربانۍ وي، نو خلك به د دغو ساتونكو احسان د سر په تندي ومني، مګر په خپله ياد وزارت ولې په دې فكر كې نه دى چې د پوليسو د تلفاتو مخه ونيسي؟
دغه وزارت وايي، د وسله والو جنګي تاكتيكونه د پخوا په پرتله بدل شوي، خو شنونكي بيا وايي، كه د وسله والو تاكتيكونه بدل شوي، نو ياد وزارت ولې په خپل چوكاټ كې د پرمختګ فكر نه كوي؟ او د دې پر ځاى چې د خپلو قربانيو احسان په ولس بار كړي ولې افغان پوليسو ته تاكتيكي روزنه نه وركول كېږي؟
سياسي كارپوه استاد عنايت الله همدرد په دې برخه كې د ملي پوليسو كمزوريو ته ډېر اندېښمن دى، نوموړى وايي افغان پوليس د جګړې ليكو ته استول كېږي، خو وسلې نه لري او نه هم سمه روزنه وركول كېږي: (( خبره د قربانۍ نه ده، خبره په دې كې ده چې ولې يې د تلفاتو مخه نه نيول كېږي، په دې كې د وياړ خبره نشته چې ملي پوليسو قربانۍ وركړې دي، وزارت بايد د دې غم وخوري، چې افغان پوليس له ځانه د دفاع توان نه لري، ايله دوه درې مياشتې نظامي ټريننګونه واخلي او بيا دندو ته استول كېږي.))
نوموړى د ملي ځواكونو او ملي پوليسو د تجهيزاتو په برخه كې نړيوالې ټولنې ته هم د ملامتۍ ګوته نيسي او وايي تر اوسه د ملي پوليسو، اردو او ملي امنيت د سرتېرو په واك كې هغسې وسلې نه دي وركول شوي چې له مخې يې د وسله والو مخه ونيولى شي: ((ابتدايي وسايل وركړل شوي، لكه ډنډې، ټوپك او نور خو په لرې سيمو كې بيا پوليس له هغو وسايلو څخه برخمن نه دي چې دوى ورته اړتيا ولري، پوليس اكثره تر بريد لاندې نيول كېږي، ماينونه ورته ايښودل كېږي خو ټكنالوژي، د كشف سېسټم او د شپې د عملياتو وسايل نشته چې پوليس يې مخه ونيسي، بله دا چې د پوليسو په ليكو كې بې سوادي او له مسلك سره نه ژمنتيا هم د تلفاتو سبب كېداى شي.))
د نظامي چارو كارپوه جنرال عبدالواحد طاقت هم د ملي پوليسو د روزنې برخې ته تر هر څه لومړيتوب وركوي او وايي دولت ته پكار وه چې د پوليسو ليكو ته يې خاصه پاملرنه كړې واى: (( يو خو دا چې د پوليسو ساتنمن افسرانو ته ايله شپږ مياشتې روزنه وركول كېږي، تاسو فكر وكړئ چې په دې روزنه به پوليس څنګه له تلفاتو وژغورل شي، بله دا چې د انتقال تر پروسې وروسته اوس پوليسو ته په همدغه كمه روزنه سترې دندې او عمليات ورترغاړې دي، خامخا به تلفات زياتېږي.))
طاقت زياتوي: (( پوليس اوسمهال په دې نه پوهېږي، خپل ملګرى، ځان او هغه ځاى چې دنده يې ورسپارل شوې، څنګه له دښمن څخه وساتي؟ ))
خو د كورنيو چارو وزارت په دې اړوند وايي چې سږکال به د پوليسو لپاره لس كلنه ستراتيژي تدوین او له مخې به یې پولیس له نظامي حالت څخه راوویستل شي. د دغې ستراتیژۍ تطبیقي مراحل تر ۱۴۰۲ لمریز کاله پورې بشپړېږي.
د دې ستراتيژۍ پر بنسټ به پوليس له نظامي حالت راووځي او د ولسي پوليسو په توګه به د قانون د نافذېدو او له پلان شوو جنايي جرمونو سره د مبارزې پر پوليسو بدل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


