د ملګرو ملتونو سرمنشي بانكي مون وايي، چې په افغانستان كې د يوه سياسي بدلون لپاره راتلونکو ټولټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون او د ټاکنو باوري پروسې رامنځته كول مهم دى.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بانكي مون وايي، چې په افغانستان كې د يوه سياسي بدلون لپاره راتلونکو ټولټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون او د ټاکنو باوري پروسې رامنځته كول مهم دى.
نوموړي دغه څرګندونې تېره شپه په نيويارک کې د افغانستان په اړه د امنيت شورا د ځانګړې غونډې پر مهال کړې دي او زياته كړې يې ده، چې افغان حكومت ژمنه كړې، چې ټاكنې به رڼې تر سره كوي.
هغه همدارز د افغانستان د دېرش کلنې جګړې د پاى ته رسولو او په دغه هېواد کې د سولې رامنځته کولو په هدف د افغانانو پر ملي يووالي او ملي دريځ ټينګار وکړ.
ښاغلي مون د جمهور رئيس کرزي د هغو څرګندونو هرکلى هم وکړ، چې د ملي شورا د نوې دورې د پرانيستې پر مهال يې پر وکيلانو ټينګار کړى و، چې د ټاکنو قانون ژر تر ژره تصويب کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


