د کندهار چارواكي وايي چې د دغه ولايت په سرحدي ولسوالۍ سپين بولد كې يې ګڼ شمېر داسې وسلې مخابرې او چاودېدونكي توكي نيولي، چې د پاكستان د دفاع وزارت ټاپې هم ورباندې شته.
د کندهار چارواكي وايي چې د دغه ولايت په سرحدي ولسوالۍ سپين بولد كې يې ګڼ شمېر داسې وسلې مخابرې او چاودېدونكي توكي نيولي، چې د پاكستان د دفاع وزارت ټاپې هم ورباندې شته.
د دغه ولايت د امنيت امر رحمت الله اطرافي وايي چې دغه مواد په يوه مازدا ډوله موټر كې بار و او د سرحدي پوليسو لاس ته ورغلي دي.
نوموړي په دې اړه زياته كړه: (( په دغه موټر کې د وسلو او مخابرو تر څنګ ۱۷۰۰ د مخابرو انتنونه، ۱۶۰ عدده د ماين پټاکۍ، ۲۰۰ تبليغاتي پاڼي او دغه راز اته قطعي چاوديدونکي توکي شامل دي.))
د اطرافي په وينا، په نيول شويو وسلو کې شپږ ميله، شل ډزي توپک هم شامل دي چې د ګاونډي هېواد پاکستان د د فاع وزارت ټاپې او نښې پر ليدل کېږي.
د يادې سرچينې د معلوماتو له مخې، د نيول شوي موټر چلوونکی د پاکستان اوسېدونکى دى او غوښتل يې چي ياد مواد له دغه هېواده کندهار ولايت ته راوړي، خو اطرافي دا ونه ويل چې نيول شوى کس ياد مواد چيري او چاته لېږدول.
د کندهار امنيت امر دغه راز وويل: (( اوس افغان ګډو ځواکونو د دغه ولايت لپاره يو ګډ امنيتي پلان جوړ کړى او د دولت وسله وال مخالفين نشي کولاى چې په کندهار کې امنيتي وضعه خرابه کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د دغه ولايت د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال عبدالحميد هم ويلي وه چې د دوى ځواکونو په زيات شمېر داسي ماينونه نيولي چې د ګاونډي هېواد پاکستان ټاپې پر وهل شوې دي.
په کندهار کي دغه نظامي چارواکي پر نړيوالي ټولني غږ وكړ چي پر پاکستان هېواد نړيوال فشارونه راوړي، څو په افغانستان کې خپلې لاسوهنې بندې کړي.
که څه هم تر دي بريده کومي ډلې د نيولو شويو وسلو او نورو مهماتو په اړه څه نه دي ويلي، خو مياشتې وړاندې د دغه ولايت امنيتي چارواكو ويلي و چې دوى يو شمېر داسې وسلې له وسله والو كسانو نيولې دي چې د ايران هېواد نښې ورباندې ليدل كېږي.
د يادلو ده چې د سپين بولدك ولسوالي له پاكستان سره پر ګډه پوله پرته ولسوالۍ ده چې زياته ګڼه ګوڼه لري او د سوداګرو لپاره تر بل هر ځاى د ګټې وټې ځاى بلل كېږي، خو زيات وخت له دغې ولسوالۍ د ناامنيو خبرونه وركول كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


