ads

رابرټ بېلز صحي معاينې ته معرفي شو

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د شپاړسو ملکي افغانانو په وژنه تورن امريکايي سرتېرى يوې صحي معاينې ته معرفي شوى دى. دا معاينه پرون پيل شوه او ټاکل شوې چې د مې مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي. رويټرز خبري آژانس د پوځي سرچينو په حواله چې نوم يې نه دى د کندهار […]

نویسنده: TKG
28 کب 1391
رابرټ بېلز صحي معاينې ته معرفي شو

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د شپاړسو ملکي افغانانو په وژنه تورن امريکايي سرتېرى يوې صحي معاينې ته معرفي شوى دى. دا معاينه پرون پيل شوه او ټاکل شوې چې د مې مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي. رويټرز خبري آژانس د پوځي سرچينو په حواله چې نوم يې نه دى

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د شپاړسو ملکي افغانانو په وژنه تورن امريکايي سرتېرى يوې صحي معاينې ته معرفي شوى دى.

دا معاينه پرون پيل شوه او ټاکل شوې چې د مې مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي. رويټرز خبري آژانس د پوځي سرچينو په حواله چې نوم يې نه دى اخيستى راپور ورکړى چې له دې معاينې وروسته به معلومه شي چې آيا د امريکا د پوځ  دغه سرتېرى د جنايت د سرته رسولو پرمهال له ذهني پلوه روغ  او له صحي پلوه د محاکمې وړ دي کنه.

نه دېرش کلن رابرت بېلز تورن دي چې تېرکال د مارچ د يوولسمې نېټې په سهار وختي يې د پنجوايي ولسوالۍ په دوو کليو کې شپاړس ملکي کسان په دوو حملو کې وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.

څارنوالانو د بېلز لپاره چې په افغانستان او عراق کې د څلورو جګړو ګډونوال دي، د اعدام سزا غواړي او وايي چې نوموړى په عمدي قتلونو لاس پورې کړى. بېلز تراوسه د ځان دفاع نه ده کړې خو تمه ده چې د ده د رواني حالت څرنګوالي به پر ده د حکم په صادرولو کې اساسي ونډه ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA