ads

د پېښور د محکمې پر ودانۍ بريد ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د يوې محکمې پر ودانۍ ځانمرګي او وسله وال بريد شوى، چې له كبله يې درې كسه وژل شوي او ۲۹ تنه نور ټپيان دي.     د پاکستان د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د يوې محکمې پر ودانۍ ځانمرګى او وسله وال بريد […]

نویسنده: TKG
28 کب 1391
د پېښور د محکمې پر ودانۍ بريد ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د يوې محکمې پر ودانۍ ځانمرګي او وسله وال بريد شوى، چې له كبله يې درې كسه وژل شوي او ۲۹ تنه نور ټپيان دي.

 

 

د پاکستان د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د يوې محکمې پر ودانۍ ځانمرګى او وسله وال بريد شوى، چې له كبله يې درې كسه وژل شوي او ۲۹ تنه نور ټپيان دي.

په سيمه كې پوليسو رسنيو ته ويلي، چې سيمه يې کلا بند کړې او د بريدګرو د له منځه وړلو هڅې کوي.

د پېښور يوه لوړ پوړي امنيتي چارواکي، چې نوم يې نه دى اخيستل شوى رسنيو ته په خبرو كې د بريد کوونکو شمېر شاوخوا شپږ تنه ښودلى او زياته كړې يې ده، چې د محکمې د ودانۍ پلټنه روانه ده، څو عام خلک او د محکمې کارکوونکي له دغې ودانۍ نه په خوندي ډول وويستل شي.

په دې پېښې کې ټپي شوي کسان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د يادولو ده، چې دې ودانۍ ته څېرمه د پېښور يو پوځي مرکز او د ايالتي اسمبلۍ ودانۍ هم موقعيت لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA