ads

تاوتريخوالى په خپل حال پاتې دى

د پكتيا ولايت په مركز ګردېز كې د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر مسوولين وايي، په دې ولايت كې د تېر كال په پرتله په روان لمريز كال كې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي ۲۵ فيصده كم شوى، خو په وينا يې لاهم لرې پرتو سيمو ته لاس رسى نه لري.     د […]

نویسنده: TKG
28 کب 1391
تاوتريخوالى په خپل حال پاتې دى

د پكتيا ولايت په مركز ګردېز كې د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر مسوولين وايي، په دې ولايت كې د تېر كال په پرتله په روان لمريز كال كې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي ۲۵ فيصده كم شوى، خو په وينا يې لاهم لرې پرتو سيمو ته لاس رسى نه لري.

 

 

د پكتيا ولايت په مركز ګردېز كې د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر مسوولين وايي، په دې ولايت كې د تېر كال په پرتله په روان لمريز كال كې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي ۲۵ فيصده كم شوى، خو په وينا يې لاهم لرې پرتو سيمو ته لاس رسى نه لري.

د دې دفتر مشر پوهنيار نور احمد شهيم وايي، د راتلونكي لمريز كال لپاره پلان لري، ترڅو خپل فعاليتونه لرې پرتو سيمو ته هم پراخ کړي.

د نوموړي په وينا، مدني هلې ځلې او له ښاره د لرې خلکو له ژونده خبرېدا له دې سره مرسته کولای شي چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی را کم شي: ” راتلونکی کال به موږ د مدني ټولنو پر مټ په لرې پرتو سيمو کې هم د عامه پوهاوي پروګرمونه پلي كړو او هڅه به وكړو چې د ښځو د ژوند په اړه په بېلابېلو برخو کې معلومات پيدا او د تاوتريخوالي په اړه مبارزه وکړو.”

سره له دې چې د بشري حقونو سيمه ييز دفتر د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه سږ کال د تېر كال په پرتله کمه يادوي، خو د پکتيا ولايت اوسيدونکي وايي، لا هم ښځې له خپلو حقونو بې برخې دي او نه شي کولای چې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو په هدف غږ پورته کړي.

زرمينه چې د ګردېز ښار اوسېدونکې ده وايي چې په غونډو او ورکشاپونو کې د ښاري ښځو ګډون نمايشي بدلون دی.

د هغې په وينا، لا هم په کليو او بانډو کې ښځو ته خپل حقونه نه ورکول کېږي او تاوتريخوالى په خپل حال پاتې دى: ” زيات ولورونه، بوډاګانو ته په زور د کم عمره نجونو ودول، له ښوونځيو د نجونو منع کېدل او نورې هغه ستونزې دي چې لا هم په خپل حال پاتې دي.”

د پکتيا د ښځو چارو رياست سرپرسته نسرين اورياخېل وايي بيا وايي چې د پخوا په پرتله د ښځو په ژوند کې خورا مثبت بدلون راغلی دى.

نوموړې ښوونځيو ته د نجونو تګ يوه مهمه مسئله يادوي او وايي، اوس هغه دود مات شوی چې څوک دې خپلې لوڼې او خويندې له ښوونځي را وګرځوي.

د پکتيا ځينې اوسېدونکې بيا وايي چې د انساني حقونو غوښتونکې ادارې تر ښارونو را محدودې او د کليو او بانډو د ښځينه وو له ژونده ناخبره دي.

ګلالۍ چې د ګردېز ښار اوسېدونکې ده، وايي: ” هرې غونډې ته چې ځم يوازې دا څو تنه ښځې پکې برخه اخلي، دا يو نمايشي بدلون دی، د بشري حقونو او د ښځو چارو رياست چارې تر ښاره محدودې دي.”

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي موضوع له تېرو يوولسو کلونو راپدېخوا هره ورځ توده او مهمه بلل شوې، خو په دې برخه کې لا هم د پام وړ بدلون نه تر سترګو کېږي.

د ښاري نجونو افراطي ازادي او د کليوالو د پخوا په څېر محدود ژوند د دې سبب شوی چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی په خپل حال پاتې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA