ads

امريكا د بېپيلوټه الوتكو د كارونې د څرنګوالي په اړه معلومات پټ ساتلي

جمهور رييس بارک اوباما له تروريزم سره د جګړې پرمهال د بې پيلوټه الوتکو حملې زياتې کړي، چې په دې اړه يې مالومات پټ ساتلي وو. خو د لومړي ځل لپاره يې په څرګند ډول د دې الوتکو د کارولو پر نړيوال طرزالعمل هڅې پيل کړي دي. جمهور رييس بارک اوباما له تروريزم سره د […]

نویسنده: TKG
28 کب 1391

جمهور رييس بارک اوباما له تروريزم سره د جګړې پرمهال د بې پيلوټه الوتکو حملې زياتې کړي، چې په دې اړه يې مالومات پټ ساتلي وو. خو د لومړي ځل لپاره يې په څرګند ډول د دې الوتکو د کارولو پر نړيوال طرزالعمل هڅې پيل کړي دي.

جمهور رييس بارک اوباما له تروريزم سره د جګړې پرمهال د بې پيلوټه الوتکو حملې زياتې کړي، چې په دې اړه يې مالومات پټ ساتلي وو.

خو د لومړي ځل لپاره يې په څرګند ډول د دې الوتکو د کارولو پر نړيوال طرزالعمل هڅې پيل کړي دي.

د امريكا متحده ايالات لومړى هېواد و، چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر د ۱۱ بريدونو څخه وروسته يې؛ په بهرنيو هېوادونو کې د ترهګرو د ځپلو لپاره له بې پيلوټه الوتکو څخه کار اخيستل پيل کړل.

خو اوس د چين او روسيې په ګډون  يو شمېر نور هېوادونه هم د دې تکنالوژۍ څخه د کار اخيستلو لپاره فعاليت کوي، چې دغه هڅې د امريكا اندېښنې را پارولې دي.

ځيني شنونكي باوري دي، چې امريكا د همدغو اندېښنو په علت غواړي له دې وسيلې د کار اخيستلو په اړه د نړيوالې ټولنې لپاره طرز العمل رامنځ ته کړي.

خو دا لا نه ده څرګنده شوې، چې د امريکا متحده ايالات به د بې پيلوټه الوتکو د عملياتو د کنټرول لپاره څه ډول سټنډرډ رامنځ ته کړي او په دې برخه کې د نړيوالو قوانينو لپاره څه وړانديزونه لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA