ads

درې کاله پس حکومت یوه قومي شخړه حل کړه

د ننګرهار د اچين ولسوالۍ د سې پاى او علي شېرخېلو قومونو ترمنځ په زرګونه جريبه دولتي ځمکه، روانه شخړه د يوې جرګې په نتیجه کې چې د جمهور رئيس سلاکار اسدالله وفا يې مشري کوله حل شوه، خو قومي مشران وايي د دې شخړې دولتي حل به د قومونو ترمنځ نورې ستونزې رامنځ ته […]

نویسنده: TKG
27 کب 1391
درې کاله پس حکومت یوه قومي شخړه حل کړه

د ننګرهار د اچين ولسوالۍ د سې پاى او علي شېرخېلو قومونو ترمنځ په زرګونه جريبه دولتي ځمکه، روانه شخړه د يوې جرګې په نتیجه کې چې د جمهور رئيس سلاکار اسدالله وفا يې مشري کوله حل شوه، خو قومي مشران وايي د دې شخړې دولتي حل به د قومونو ترمنځ نورې ستونزې رامنځ ته کړي.

د ننګرهار د اچين ولسوالۍ د سې پاى او علي شېرخېلو قومونو ترمنځ په زرګونه جريبه دولتي ځمکه، روانه شخړه د يوې جرګې په نتیجه کې چې د جمهور رئيس سلاکار اسدالله وفا يې مشري کوله حل شوه، خو قومي مشران وايي د دې شخړې دولتي حل به د قومونو ترمنځ نورې ستونزې رامنځ ته کړي.

د شينوارو د دوو قومونو ترمنځ په څه باندې ٢٠ زره جريبه دولتي ځمکه له درې کلونو راهېسې په وقفه يي ډول وسله والې نښتې روانې وې، اوس د يوې جرګې له مخې چې قومي مشرانو، علماو، د ولس استازو، چارواکو او په همدې اړوند له کابله راغلي پلاوي په کې ګډون درلود، د يادې شخړې د اواري فيصله واورول شوه.

جرګې هغه زرګونه جريبه دولتي ځمکه د قومونو ترمنځ د شخړو د مخنيوي په هدف دواړو قومونو ته د شريک مالچر په نوم ور پرېښودله.

جرګې پرېکړه وکړه چې دواړه قومونه به د ځمكې پر سر د شهيدانو کورنيو ته لس لس جريبه او د ټپيانو کورنيو ته به پنځه پنځه جريبه ځمکه ورکوي او دولت به د شهيدانو او ټپيانو کورنيو سره مالي مرسته کوي.

دغه ډول به قومونه په ورکړل شوې ځمکه کې د ښوونځيو، روغتيايي مرکزونو، جوماتونو، سړکونو او نورو ټولګټو پروژو مخه نه نيسي او که اړتيا پېښېږي د ټول ګټو پروژو لپاره به ځمکه ورکوي.

د پرېکړه ليک په وروستۍ ماده کې راغلي و، که په راتلونکې موده کې هرې خوا د جرګې فيصله ماته کړه، د جرګې د شرعي واک له مخې به ٢٠ ميلونه افغانۍ جريمه ورکوي.

خو د جرګې په دې ډول فيصلې سره د علي شېرخېلو قوم له دې كبله ناراضه دى چې وايي د ځمکې وېش عادلانه نه دى.

د علي شېرخېلو د قوم مشر ملک سيد حکيم خدمتګار ورځپاڼې ته ويلي، دوى ته د جرګې فيصله ځکه د منلو وړ نه ده چې دوه برخې ځمکه يې سې پاى  ته ورکړې او يوه برخه يې دوى ته ورکړې ده.

نوموړي په خپلو څرګندونو كې وويل چې په دې ناانډولۍ سربېره وېش داسې شوى چې په راتلونکې کې دواړو قومونو ته نوې ستونزې جوړوي: (( جرګې سې پاى ته زموږ د کلونو پخوانۍ هدېرې او ځمکې ورکړي، هغوى يې زموږ په دروازو کې واچول، موږ ته يې د هغوى د کورونو په دروازو کې ځمکې په نښه کړي دي.))

ملك سيد حكيم زياتوي، د ځمکې وېش په ساحه کې نه دى شوى، بلکې د ښکېلو قومونو له مشرانو پرته چارواکو په يوه خونه کې داسې فيصله کړې چې نه په شرعي اصولو ولاړه ده او نه هم د شينوارو خپل منځي اصولو سره اړخ لګوي.

د علي شېرخلو د قوم مشرانو وويل، په پيل کې ژمنه شوې وه چې په جرګه کې به د دواړو قومونو درې درې مشران ګډون ولري، مګر دا کار ونه شو او له دوى په پټه جرګې خپله فيصله اورولې ده.

دوى وايي موجوده جرګې ته يې د شرعي اصولو او د شينوارو اصولو ته په کتو واک ورکړى، خو کومه پرېکړه چې شوې هغه په دې اصولو نه ده ولاړه.

د علي شېرخېلو قومي مشر ملک سيدحکيم وويل، د جرګې په فيصله يې د خپلې ناراضۍ عريضه ننګرهار ولايتي شورا ته سپارلې او که انصاف ورسره ونه شي دوى به دولت سره خپلې اړيکې پرې کړي: (( موږ ته د جرګې پرېکړه د منلو وړ نه ده، که زموږ غږ ته ځواب رانه کړل شي د بيا لپاره به په دې اړه چارواکو سره خبرې ونه کړو.))

د سې پاى قوم مشر ملک عثمان وايي، حکومت چې د قومونو ترمنځ د شخړې د اواري په هدف څه ډول پرېکړه کړې، دوى ورته درناوى لري، دى له بلې غاړې هم د دې غوښتنه کوي چې د خپل منځيو شخړو د مخنيوي په هدف دې د جرګې پرېکړې ته غاړه کېږدي.

د ملک عثمان په وينا دولت قومونو سره دومره لار وکړه چې خپله ځمکه يې د دوى د جوړجاړي لپاره ورپرېښوده: (( دا دولتي ځمکه وه، دولت قومونو ته پرېښوده، اوس که څوک دا فيصله نه مني، هغوى قومي شخړو ته لمن وهي.))

د شينوارو د اچين ولسوالۍ قومي مشر ملک غازي وايي د دواړو خواوو قومي مشران د جرګې د پرېکړې پر مهال موجود وو، دوى کولاى شول جرګې ته يې خپلې غوښتنې وړاندې کړې واى.

د ده په نظر ځينې قومي مشران په دې شخړه کې خپلې ګټې ګوري او که د اواري لپاره يې جرګې جوړېږي، قومي مشران يې پرېکړې ناسمې بولي.

د قومي مشرانو په وينا د دولتي ځمکې پر سر په اوږده شخړه کې دواړو خواوو ته درانده مالي او ځاني زيانونه رسېدلي.

د ښکېلو خواوو د شمېرو له مخې د درې کلونو په موده کې د سې پاى٥٠ ځوانان وژل شوي او ١٤٠ يې ټپيان شوي دي، په علي شېرخيلو قوم کې ٨٧ کسه چې لوى واړه، ښځې او ماشومان په کې شامل دي وژل شوي او ١٨٣ يې ټپيان شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA