د امېد په نوم د اذربايجان د حکومت مخالف ګوند د دې ګوند مشر او د پارلمان غړى اقبال اغازاده د جمهوري رياست په ټاكنو کې د خپل کانديد په توګه نومولى دى.
د امېد په نوم د اذربايجان د حکومت مخالف ګوند د دې ګوند مشر او د پارلمان غړى اقبال اغازاده د جمهوري رياست په ټاكنو کې د خپل کانديد په توګه نومولى دى.
دا پرېکړه پرون د دې ګوند د عالي شورا په غونډه کې شوې ده.
د اذربايجان (ايني) په نوم واکمن ګوند بيا مخکې اعلان کړى، چې اوسنى جمهوررئيس الهام علي يوف يې د جمهوري رياست په ټاكنو كانديد دى.
ټاكل شوې، چې د اذربايجان د جمهوري رياست ټاكنې د روان ميلادي كال د اكتوبر د مياشتې په ۱۶ مه نېټه ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

