په عراق كې پرون وسله والو د سرتېرو پر يوه بس موټر د بريد په ترڅ كې اته سرتيري وژلي او يو تن يې ټپي کړى دى. رپوټونه وايي، پېښه د بغداد شمال په ٢٥٠ کيلومترۍ كې پراته بېجي ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.
په عراق كې پرون وسله والو د سرتېرو پر يوه بس موټر د بريد په ترڅ كې اته سرتيري وژلي او يو تن يې ټپي کړى دى.
رپوټونه وايي، پېښه د بغداد شمال په ٢٥٠ کيلومترۍ كې پراته بېجي ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.
ويل كېږي، د بريد له کبله بس چپه شوى او بريد کوونکو پر سرتېرو، چې هڅه يې کوله له بس څخه ووځي ډزې کړې دي.
د رپوټونو له مخې، بريد کوونکي تښتېدلي، خو د نيولو لپاره يې هڅې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

