د اروپايي ټولنې مشرانو خپله هغه پرېکړه، چې د سوريې د جمهوررئيس بشارالاسد د رژيم مخالفينو ته د وسلو مرستې پيل کړي او كنه؟ وځنډوله. كه څه هم فرانسې او بريتانيا د اروپايي ټولنې له غړو غوښتي، چې د وسلو پر استولو خپل بنديز لرې کړي، خو د اورپايي شورا مشر هرمان وان رامپوى ويلي،
د اروپايي ټولنې مشرانو خپله هغه پرېکړه، چې د سوريې د جمهوررئيس بشارالاسد د رژيم مخالفينو ته د وسلو مرستې پيل کړي او كنه؟ وځنډوله.
كه څه هم فرانسې او بريتانيا د اروپايي ټولنې له غړو غوښتي، چې د وسلو پر استولو خپل بنديز لرې کړي، خو د اورپايي شورا مشر هرمان وان رامپوى ويلي، چې د دې ټولنې د بهرنيو چارو وزيران به د سوريې اپوزيسيون ته د وسلو د برابرولو د بنديز مسئله په هغه غونډه کې وڅېړي، چې د مارچ مياشتې په ٢٢مه او ٢٣مه په ايرلنډ کې جوړېږي.
نوموړي دغه اعلان پرون په بروکسل کې د دوه ورځنۍ سرمشريزې په پاى کې وکړ.
بلخوا د فرانسې جمهوررئيس فرانسوا هولانډ ويلي، دا چې د سوريې جمهوررئيس بشارالاسدد شخړې له سياسي حل سره لېوالتيا نه لري، نو اروپا د سوريې د خلکو د ډله ييزې وژنې پر وړاندې بې تفاوته نه شي پاتې کېداى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


