ads

امريکا په لوېديځ ساحل كې د توغنديو ضد سيسټم پياوړى كوي

امريكا د شمالي کوريا له خوا د مخ پر زياتېدونکو ګواښونو د مخنيوي لپاره غواړي، چې د هېواد په لوېديځ ساحل کې د توغنديو ضد سيسټم پياوړى کړي. يوه اونۍ د مخه د شمالي کوريا مشر کېم جونګ يون ګواښ کړى و، چې د امريکا پايتخت واشنگټن به د اور په لمبو وسوځوي، خو د […]

نویسنده: TKG
26 کب 1391
امريکا په لوېديځ ساحل كې د توغنديو ضد سيسټم پياوړى كوي

امريكا د شمالي کوريا له خوا د مخ پر زياتېدونکو ګواښونو د مخنيوي لپاره غواړي، چې د هېواد په لوېديځ ساحل کې د توغنديو ضد سيسټم پياوړى کړي. يوه اونۍ د مخه د شمالي کوريا مشر کېم جونګ يون ګواښ کړى و، چې د امريکا پايتخت واشنگټن به د اور په لمبو وسوځوي، خو د امريکا ددفاع وزير چک

 

 

امريكا د شمالي کوريا له خوا د مخ پر زياتېدونکو ګواښونو د مخنيوي لپاره غواړي، چې د هېواد په لوېديځ ساحل کې د توغنديو ضد سيسټم پياوړى کړي.

يوه اونۍ د مخه د شمالي کوريا مشر کېم جونګ يون ګواښ کړى و، چې د امريکا پايتخت واشنگټن به د اور په لمبو وسوځوي، خو د امريکا ددفاع وزير چک هيگل، چې پرون يې په واشنګټن كې له خبريالانو سره خبرې كولې وويل، دا د شمالي کوريا له خوا غير مسوولانه او بې باکه لمسونه ده.

هغه زياته كړه، د ځينو کېدونکو اقداماتو اعلان کوي، څو د هغه ګواښ مقابله وکړي، چې د ايران او شمالي کوريا له خوا متوجه دى.

رپوټونه وايي، امريکا به په الاسکا ايالت کې د توغنديو دفاعي سيسټم کې ١٤ نوې ځمکنۍ دستگاوې نصب کړي، چې په هوا کې به توغندي شنډ کړي او په جاپان کې به د رادار يا کشف يوه نوې دستگاه ولگوي.

د توغنديو دغه نوې دستگاوې به د امريکا د دفاعي سيسټم ظرفيت، چې له وړاندې يې په کلفورينا او الاسکا ايالتونو کې لري، دوه برابره زيات کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA