د اسراييلو لومړى وزير نيامن نتياهو د يوه ايتلافي حکومت په جوړولو سلا شوى دى. د نتنياهو د ليکود ګوند وياندې مېرمن نوګا كاتز د پنجشنبې په ورځ وويل، په دې ايتلافي حکومت کې به له ليکود سره د اسراييلو بيتنو، ياش اتيد منځلارى
د اسراييلو لومړى وزير نيامن نتياهو د يوه ايتلافي حکومت په جوړولو سلا شوى دى.
د نتنياهو د ليکود ګوند وياندې مېرمن نوګا كاتز د پنجشنبې په ورځ وويل، په دې ايتلافي حکومت کې به له ليکود سره د اسراييلو بيتنو، ياش اتيد منځلارى ګوند، د يهودي مېشت ځايونو د جوړولو پلوي ګوندونه او همدارنګه د بهرنيو چارو د وزير په مشرۍ کوچنۍ ډله شامله وي.
نتنياهو، چې د جنورۍ د مياشتې د دوه ويشتمې نېټې په ټاكنو کې يې د اسراييلو د ولسي جرګې په يوسلو شل چوکيو کې ۳۱ ګټلې وې، د يوه ايتلافي حکومت د جوړولو لپاره هلې ځلې کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

