جمهور رئيس حامد کرزي له يو شمېر وزيرانو او د ملي شورا له غړ و سره نن له غرمې مخکې د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه ښار ته ولاړ او هلته يې په يوه غونډه كې خپله تېره خبره بيا تكرار كړه چې په وينا يې، طالبان امريکايانو ته خدمت کوي.

هغهه همداراز ټينګار وکړ ، چې که د بګرام زندان افغان لوري ته ونه سپارل شي نو افغانان به يې ځواب ورکړي .
د ده په وينا، هغه طالبان ، چې له افغان دولت څخه ناراض دي هغوى به راضي کړي ، خو يوشمېر نور طالبان له بهرنيو او د افغان دولت له اپوزيسيون سره په الوتکو کې سفرونه او له هيواده بهر مذاکرات کوي .
جمهور رئيس حامد کرزي د کب په شلمه هم ويلي و، چې طالبان او امريکايان هره ورځ په عربي او اروپايي هېوادونو کې سره خبرې کوي .
دغه راز ده وويل ، چې د راتلونکې اونۍ په لومړيو کې به د بګرام زندان ټولې چارې افغان لوري ته وسپارل شي .
کرزي په خپلو خبرو کې له پاکستان څخه يو ځل بيا غوښتنه وکړه ، چې د “ ترهګرو” په ځپلو کې له افغانستان سره مرسته وکړي ، ځکه چې دواړه هيوادونه د ترهګرو له ګواښ سره مخ دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ