سپينه ماڼۍ وايي، افغان لوري ته د بګرام زندان سپارلو په برخه كې په خپلې ژمنې ولاړه ده. د سپينې ماڼۍ وياند جى کارني پرون په واشنګټن كې د دې مطلب په څرګندولو وويل، چې له افغان حکومت سره په دې اړه له نږدې خبرې روانې
سپينه ماڼۍ وايي، افغان لوري ته د بګرام زندان سپارلو په برخه كې په خپلې ژمنې ولاړه ده.
د سپينې ماڼۍ وياند جى کارني پرون په واشنګټن كې د دې مطلب په څرګندولو وويل، چې له افغان حکومت سره په دې اړه له نږدې خبرې روانې دي او ډېر زر به يې چارې افغان حکومت ته وسپارل شي.
كارني زياته كړه، دوى اوس هم د بګرام زندان سپارلو ته ژمن دي او دغه راز د افغانستان ملي حاکميت ته درناوى لري.
تېر کال د افغانستان او امريکا ترمنځ د يوه هوکړه ليک له مخې، د بګرام زندان چارې افغان لوري ته د لېږدولو پرېکړه شوې وه، خو امريکا تر اوسه پورې دغه کار نه دى کړى، چې له امله يې د امريکا او افغانستان ترمنځ اړيکې هم ترېنګلې شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

