ads

د جلال اباد پر هندوانو ځمكه تنور شوې

د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې مېشت هندوان وايي، د ځمكو له غصبېدو  او د خلكو لخوا د ناوړه چلند له كبله يې ګڼ شمېر سوداګرې او پانګوالې كورنۍ كډې كولو ته اړې شوې دي. د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې مېشت هندوان وايي، د ځمكو له غصبېدو  او د خلكو […]

نویسنده: TKG
22 کب 1391
د جلال اباد پر هندوانو ځمكه تنور شوې

د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې مېشت هندوان وايي، د ځمكو له غصبېدو  او د خلكو لخوا د ناوړه چلند له كبله يې ګڼ شمېر سوداګرې او پانګوالې كورنۍ كډې كولو ته اړې شوې دي.

د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې مېشت هندوان وايي، د ځمكو له غصبېدو  او د خلكو لخوا د ناوړه چلند له كبله يې ګڼ شمېر سوداګرې او پانګوالې كورنۍ كډې كولو ته اړې شوې دي.

د دوى په خبره د جګړې تر كلونو وړاندې يې نږدې ۱۰ زره كورنۍ په جلال اباد كې مېشتې وې، خو اوس مهال يې ډېرى هندوستان او يا هم نورو هېوادونو ته د پناه اخستو لپاره كډه شوي او ايله ۱۷۰ كورنۍ پاتې دي.

په جلال اباد کې  د هندو اقليت پاتې کورنۍ  وايي، دوى لا هم  د استوګنې، زده کړو او روزګار تر څنګ  د ژوند په بېلا بېلو برخو كې له ستونزو او ننګونو سره مخ دي، خو دولت يې د حل په هدف هېڅ اغېزناک ګام نه دى پورته كړى.

په جلال اباد كې د حكيمي درملتون يو تن هندو مسوول رګبير سنګ وايي، دوى د جګړې تر كلونو پخوا ښه ژوند، باغونه او ځمكې لرلې، مګر اوس يې زياتره ځمكې غصب شوي او يا هم ورڅخه په ډېرو كمو پيسو ځايي خلكو لاندې كړې دي: (( د ننګرهار په ۱۸ ولسواليو كې مو باغونه او ځمكې لرلې، خو اوس په خپل هېواد كې دا دى د يو كور ځمكه نه لرو، هر څه رانه خلكو لوټلي دي، بچيان مو هم تر شپږم ټولګي پورته زده كړې نه شي كولى.))

نوموړى وايي، پخوا به هندوانو د هېواد په سترو پوهنتونو كې لوړې زده كړې كولې او په نظامي ليكو كې هم له نورو هېوادوالو سره اوږه په اوږه ولاړ وو، خو اوس د دوى په كورنيو داسې حالات راغلي چې دوى يې هم له هېواده تېښتې ته اړ كړي دي: ((دولت كه همدا اوس هم زموږ ستونزې حل كړي، نو زموږ ټول پانګوال بېرته خپل هېواد ته راګرځي، اوس چې په خپله خاوره كې يوه كوټه ځاى هم نه لرو، نو مجبور يو چې نورو هېوادونو ته پناه يوسو.))

په دغه ولايت كې د هندوانو د درمسال مسوول اقبال سنګ هم ورته خبره كوي او وايي پخوا د دوى خلكو د ځمكوالی تر څنګ په سوداګريزه برخه كې د رختونو (بزازۍ) سوداګري او درمل جوړولو كاروبارونه لرل، خو د جګړې له كبله راټوكېدلو ناخوالو يې خاورې په كاسه كړې، د خلكو له ټولنيز چلند څخه پوزې ته راغلل او نورو هېوادونو كې يې پناه واخسته، نوموړى وايي: ((  د جلال اباد د انګور باغ او چشمه خانجی سیمې د هندوانو ملکیتونه وو، اوس زموږ له ډلې ۱۲ كورنۍ د  درمسال په کوټو کې په سختو حالاتو کې ژوند کوی. له شپږم ټولګي پورته مو ځوانان زده كړې نه شي كولى، جلال اباد موږ ته ګران دى، له دې ځايه نه ځو، خو مجبور يوو.))

دا په داسې حال كې ده چې شنونكي هم د اقتصادي او نورو ستونزو له كبله د هندوانو كډوالۍ ته اندېښمن دي، د اقتصاد پوهنځي استاد منيرخان وايي كه دولت د هندوانو ستونزې په پام كې ونه نيسي، نو نه يوازې دا چې  يوه اقليت برخه به يې خپه ساتلې وي، بلكې له هېواده د اهل هنود پانګوالو تېښته به د اقتصاد په برخه كې هم دروند زيان وي، نوموړى وايي: (( ځېنې سوداګر داسې وي چی له بهره افغانستان ته یوه اندازه سرمایه راوړي، له دې سره سوداګري پراختيا پيدا كوي او د هېواد کرنسی ور سره جګېږي. بل داخلي سوداګر دي، لكه اهل هنود، نو د دوی  كاروبار په نتیجه کې ګڼو نورو افغانانو ته کاري زمینه برابرېږی. په داسې حالاتو کې دولت باید د دوی ستونزې ور حل كړي.))

بلخوا د ننګرهار ولايتي اداره وايي، دوى د هندوانو له ستونزو ناخبره ناست نه دي، بلكې تر خپلې وسې يې هڅه كړې چې له اهل هنودو سره د ستونزو په اواري كې اوږه وركړي.

د دغه ولايت د والي وياند احمد ضيا عبدالزي له كليد سره په خبرو كې وايي، هېڅكله داسې نه دي شوي چې هندوانو له اړونده ادارو سره حقوقي موضوعات شريك كړي او په اړه يې پر ځاى ګام نه وي اخستل شوى، نوموړى وايي: ((په پام كې لرو چې دوى ته په نويو ښارګوټو كې ځمكې وركړو، والي صاحب هم ورسره شخصي مرستې كړې، درې تنه رسمي استادان مو ورته منظور كړل او لاهم ورته د اسانتياو برابرولو په هڅه كې يوو.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA