ads

د محمداغې اوسېدونکي محلي پولیس غواړي

په داسې حال کې چې د ځینو ولایتونو اوسېدونکي له محلي پولیسو شکایت لري، د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ قومي مشران له دولت څخه د سيمه ييزو پوليسو د جوړېدو غوښتنه کوي. په داسې حال کې چې د ځینو ولایتونو اوسېدونکي له محلي پولیسو شکایت لري، د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ قومي مشران […]

نویسنده: TKG
21 کب 1391
د محمداغې اوسېدونکي محلي پولیس غواړي

په داسې حال کې چې د ځینو ولایتونو اوسېدونکي له محلي پولیسو شکایت لري، د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ قومي مشران له دولت څخه د سيمه ييزو پوليسو د جوړېدو غوښتنه کوي.

په داسې حال کې چې د ځینو ولایتونو اوسېدونکي له محلي پولیسو شکایت لري، د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ قومي مشران له دولت څخه د سيمه ييزو پوليسو د جوړېدو غوښتنه کوي.

د دغې ولسواليو قومي مشرانو د يوې غونډه په ترڅ كې چې د لوګر والي هم په کې حاضر و، خپلې ستونزې په امنيت پورې وتړلې او د ښه امنيت لپاره يې د محلي پوليسو غوښتنه وكړه.

قومي مشرانو په خپلو خبرو كې وويل، دوى له دولت څخه جدي غوښتنه کوي چې دې ولسوالۍ ته دې سیمه ییز پوليس ورکړي، څو امنيتي وضعيت يې نور هم ښه شي.

يو تن قومي مشر حاجي ميرعالم په ياده غونډه كې وويل چې د لوګر په يو شمېر واحدونو کې د محلي پوليسو د جذب لړۍ روانه ده، خو د ده په خبره چې د محمد اغې ولسوالۍ ته د دې پوليسو تشکيل ندی ورکړل شوی: (( موږ هر ډول مرستې ته تيار يو.))

نوموړي زياته كړه چې محلي پوليسو په ډېرو سيمو کې ښه پايله ورکړې: (( که دولت موږ ته هم محلي پوليس راكړي، نو زموږ د سيمې امنيت به نور هم ورسره ښه شي.))

قومي مشرانو په دې ولسوالۍ کې د محلي پوليسو تر څنګ په دې ولسوالۍ کې د ټولګټو پروژو د پلي  کېدو غوښتنه هم وکړه.

د مهال نیوز په حواله د لوګر والي محمد اقبال عزيزي وويل، د محمداغې ولسوالۍ د قومي مشرانو غوښتنې او وړانديزونه به له لوړو چارواکو سره شريک کړي او دې ولسوالۍ ته به په هره برخه کې پاملرنه وکړي.

نوموړي د سیمه ییزو پوليسو په اړه زیاته کړه: (( په لوګر ولايت کې ډېرې داسې سيمې شته چې اوسېدونکي يې د محلي پوليسو د جوړېدو غوښتنه کوي، خو موږ دا له لوړ پوړو چارواكو سره شريکه کړې او بيا به يې هم شريکې کړو.))

اقبال عزيزي په لوګر کې په وسله والو مخالفينو هم غږ وکړ چې د ملکي خلکو له وژنې لاس واخلي او په نوي کال کې د سولې له پروسې سره يو ځای شي .

محمداغه د لوګر د شپږو مهمو ولسواليو څخه يوه ده چې د دې ولسوالۍ په ختيځه برخه کې د مس عينک د کان په لويه پروژه کار روان دی .

امنيتي چارواکو د دې پروژې او د دې ولسوالۍ د نورو سيمو د امنيت په مقصد په وار وار د قومي مشرانو سره دا ډول غونډې جوړې کړي، خو كوټلي ګامونه يې نه دي پورته كړي .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA