د پاكستان په لاهور ښار كې پوليسو پرون د عيسويانو د استوګنې پر يوه سيمه د مسلمانانو د يوې ډلې په بريد کې د لاس لرلو په تور نژدې ۱۵۰ تنه نيولي دي.
د پاكستان په لاهور ښار كې پوليسو پرون د عيسويانو د استوګنې پر يوه سيمه د مسلمانانو د يوې ډلې په بريد کې د لاس لرلو په تور نژدې ۱۵۰ تنه نيولي دي.
زرګونو كسانو پرون پر بادامي باغ نومې سيمې بريد وكړ او د عيسويانو ۱۷۸کورونه او دوکانونه يې ويجاړ کړل.
پوليس وايي، چې دا کسان يې پرون سهار نيولي او په دې پېښه کې د نورو دخيلو کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
د پنجاب اعلى وزير شهبازشريف ژمنه كړې، چې د دې بريد عاملين به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
په لاهور کې د عيسويانو د استوګنې پر سيمه وروسته له هغه بريد وشو، چې يو تن د جمعې په ورځ د پوليسو له خوا په دې تور ونيول شو، چې ګوندې د اسلام د ستر پېغمبر حضرت محمد(ص) په اړه يې کفري څرګندونې کړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

