په پاکستان کې په ٢٠١٢ميلادي کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٧٥١٦ بېلابېلې پېښې ثبت شوي، چې ١٥٩ يې په بلوچستان ايالت كې رامنځته شوې دي.
په پاکستان کې په ٢٠١٢ميلادي کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٧٥١٦ بېلابېلې پېښې ثبت شوي، چې ١٥٩ يې په بلوچستان ايالت كې رامنځته شوې دي.
د ښځو د حقونو ټولنې وايي، لا هم ډېرې سيمې شته، چې په كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره ډېر کار ته اړتيا ده.
د رپوټونو له مخې، د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې په مرسته بېلابېلې موسسې د ښځو د ژوند د هوساينې لپاره کار کوي، خو دا هڅې يې تر ډېره په ښاري سيمو کې دي او کليوالې مېرمنې لا هم له خپلو حقونو بې برخې دي.
د ښځو د حقونو فعاله مېرمن سارا خان وايي، چې په قبايلي سيمو، خيبر پښتونخوا ايالت او د بلوچستان په ځينو سيمو کې نجونې اوس هم په بدو کې ورکول کېږي.
د بلوچستان په ډېرو کليوالي سيمو کې لا هم خلک خپلې لوڼې نه پرېږدي، چې زده کړې وکړي، خو په ښاري سيمو کې هم لوستي خلک پخپلو لوڼو يوازې تر لسم ټولګي پورې زده كړې كوي او د لوړو زده کړو اجازه نه ورکوي.


