د ګردېز ښار اوسېدونکي شکايت کوي، ښار يې ځکه له ښاري اسانتياو بې برخې دی چې د ښاروالي اداره په فساد ککړه ده. د دغه ښار اوسېدونکي وايي؛ د مرستندويانو له خوا په تېرو څو کلونو کې ځکه د ښار په پراختيا او زرغونتيا کې مرسته ونه شوه چې د ښاروالۍ په اداره کې په لويه کچه فساد
د ګردېز ښار اوسېدونکي شکايت کوي، ښار يې ځکه له ښاري اسانتياو بې برخې دی چې د ښاروالي اداره په فساد ککړه ده. د دغه ښار اوسېدونکي وايي؛ د مرستندويانو له خوا په تېرو څو کلونو کې ځکه د ښار په پراختيا او زرغونتيا کې مرسته ونه شوه چې د ښاروالۍ په اداره کې په لويه کچه فساد موجود دی او دوى ادعا کوي چې د ګردېز ښاروالۍ اداره له مرستندويانو څخه وار له مخه په مرسته شوې بودجه کې برخه غواړي چې په دې سره مرستندويان زړه ماتې کېږي او نه غواړي چې په ګردېز ښار کې پروژې پلې کړي.
عزت خان احمدزی وايي؛ د ښار د پراختيا لپاره چې کومه موسسه بودجه ځانګړې کړي، ښاروالي په کې لاسوهنه کوي او غواړي چې د پارکونو د جوړېدو او نورو پرمختګونو په برخه کې له هرې مرستندويې ډلې يوه اندازه پيسې د رشوت په ډول واخلي او د ښاروال په ګډون يې نور مامورين سره وويشي: (( د ښاروال د فساد له وجې اکثره وخت د مرستندويانو له خوا ځانګړې شوې بودجه مستردېږي.))
د اعظم ګل په نوم د دغه ښار يو بل اوسېدونکی هم ورته شکايت لري، نوموړی وايي: (( په ښار کې پارک، د موټرو د درېدو ځای، اډې او نورې اسانتياوې نشته، اکثره ښاري کوڅې هم خامې دي.))
د اعظم ګل په خبره (( دا ټول د ښاروالۍ د فساد او په دې اداره کې د شته مامورينو د نااهلتوب له وجې په خپل حال پاتې دي)).
د ګردېز ښاريان دا هم وايي چې دوى د ښاروالۍ په اړه کره شواهد او اسناد لري چې په فساد کې د ښاروالۍ د ککړتيا ښکارندويي کوي، خو د ګردېز ښاروال انجنیر اغا محمد سيدي د ښاريانو دا ډول ادعاوې ردوي او خپلې ادارې چارې رڼې بولي.
ښاروال د ګردېز ښار د اوسېدونکو د شکايتونو په اړه وايي: ((فساد څه وي؟ په ښاروالي کې به څه فساد وي، له موږ سره خو نه مرسته کېږي، نه بله بودجه لرو. هر څوک کولای شي چې راشي، زموږ د کړنو په اړه په ښاروالي او ولايت مقام کې پلټنه وکړي.))
انجنیر سيدي زياتوي؛ د دوى عايدات ملي بانک ته ځي او په هغه کې د لاسوهنې هيڅ امکان نشته: (( مرستندويانو تل له موږ سره د مرستو ژمنه کړې، خو تر اوسه پورې يې په يوه پروژه هم کار نه دی کړی.))
نوموړی وايي؛ د يو پارک د جوړېدو لپاره يوې مرستندويې ډلې ورسره ژمنه کړې وه، خو تر اوسه پورې يې بيا درک نه دی لګېدلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


