ټاكل شوې، چې په وينزويلا كې د هوګو چاوېز د ځاى ناستي د ټاكلو لپاره د راتلونكې ميلادي مياشتې په ۱۴مه نېټه د جمهوري رياست ټاكنې ترسره شي.
ټاكل شوې، چې په وينزويلا كې د هوګو چاوېز د ځاى ناستي د ټاكلو لپاره د راتلونكې ميلادي مياشتې په ۱۴مه نېټه د جمهوري رياست ټاكنې ترسره شي.
د وينزويلا انتخاباتي شورا دغه اعلان وروسته له هغې كوي، چې د چاوېز له مړينې وروسته نيکولاس مادورو د سرپرست جمهوررئيس په توګه د جمعې په ورځ د لوړې مراسم پرځاى کړل.
مادورو به هم په دې ټاكنو کې د چاوېز د واکمن سوسياليست ګوند له خوا د جمهوري رياست د چوکۍ لپاره د کانديد په توګه برخه اخلي.
هينريق کاپريليس به د اپوزيسيون له خوا په دې ټاكنو کې کانديد وي.
د وينزويلا مخكينى جمهوررئيس هوګو چاوېز، چې ۱۴ کاله د دغه هېواد مشر و، د سې شنبې په وړځ مړ شو او د جنازې رسمي مراسم يې د جمعې په ورځ پرځاى شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

