په نايجريا کې د انصار په نوم يوې اسلامپالې ډلې ادعا کړې،ې اوه هغه بهرني کارکوونكي يې وژلي، چې تيره مياشت يې برمته کړي وو. نوموړې ډلې په يو پيغام کې ويلي دي، چې د دې برمته شويو کسانو د ژغورنې لپاره د بريتانيا او نايجيريا له خوا د پلانونو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته يې
په نايجريا کې د انصار په نوم يوې اسلامپالې ډلې ادعا کړې،ې اوه هغه بهرني کارکوونكي يې وژلي، چې تيره مياشت يې برمته کړي وو.
نوموړې ډلې په يو پيغام کې ويلي دي، چې د دې برمته شويو کسانو د ژغورنې لپاره د بريتانيا او نايجيريا له خوا د پلانونو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته يې د دې کسانو د وژلو پرېکړه وکړه.
په دې اوو تنو کې درې لبنانيان، يو بريتانوى، يو يونانى، يو ايټالوى او يو هم فليپينى شامل دي.
دوى د “سيټراکو” په نوم د يو لبناني ساختماني شرکت لپاره کار کاوه او د فبرورۍ په ۱۶ مه نېټه تښتول شوي وو.
د انصار ډلې د دې کال په لومړيو کې خپله ډله د “بوکو حرام” له ډلې، چې په نايجيريا كې مهمه تروريستي ډله ګڼل كېږي، جلا او خپلواکه اعلان کړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

