ads

راجا پروېز اشرف هند ته سفر وکړ

د پاكستان د لومړي وزير په توګه له ټاكل كېدو وروسته راجا پروېز اشرف تېره ورځ د لومړي ځل لپاره هند ته لاړ. اشرف د هند لويديځ ښار جېپور ته له رسېدو وروسته اجمير شريف کې د خواجه محي الدين چشتي زيارت ته لاړ . د پاكستان د لومړي وزير په توګه له ټاكل كېدو […]

نویسنده: TKG
20 کب 1391
راجا پروېز اشرف هند ته سفر وکړ

د پاكستان د لومړي وزير په توګه له ټاكل كېدو وروسته راجا پروېز اشرف تېره ورځ د لومړي ځل لپاره هند ته لاړ. اشرف د هند لويديځ ښار جېپور ته له رسېدو وروسته اجمير شريف کې د خواجه محي الدين چشتي زيارت ته لاړ .

د پاكستان د لومړي وزير په توګه له ټاكل كېدو وروسته راجا پروېز اشرف تېره ورځ د لومړي ځل لپاره هند ته لاړ.

اشرف د هند لويديځ ښار جېپور ته له رسېدو وروسته اجمير شريف کې د خواجه محي الدين چشتي زيارت ته لاړ .

د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد په جېپور کې له اشرف سره د غرمې ډوډۍ وخوړله.

چارواکو مخکې ويلي وو، چې د پاکستان د لومړي وزير په سفر کې د کومو مهمو خبرو پلان نه شته.

هند ته د راجا پروېز اشرف له سفر مخكې د ده هندي سيال منموهن سنګ ويلي وو، تر هغې چې پاکستان ، دده په وينا، د ترور ماشين تر واک او کنټرول لاندې را نه ولي، د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې عادي کېدلاى نشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA