د ملګرو ملتونو ۲۱ تنه سوله ساتي، چې له اسراييلو سره پر پوله د سوريې له ګولان لوړو د چهارشنبې په ورځ تښتول شوي وو، خوشې شوي او اردن ته رسېدلي دي.
د ملګرو ملتونو ۲۱ تنه سوله ساتي، چې له اسراييلو سره پر پوله د سوريې له ګولان لوړو د چهارشنبې په ورځ تښتول شوي وو، خوشې شوي او اردن ته رسېدلي دي.
دغه سوله ساتي، چې ټول يې فليپينيان دي، د يرموک شهيدانو په نوم د سوريې د مخالفو جنګياليو يوې ډلې له لوري تښتول شوي وو.
دې ۲۱ سوله ساتو څلور ورځې د سوريې د ياغيانو په بند کې تېرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د دغو سوله ساتو د خوشې کولو هرکلی کړی.
د ملګرو ملتونو سوله ساتي له ۱۹۷۴ م کال راهيسې د سوريې او اسراييلو ترمنځ د جولان په لوړو کې د اوربند د کرښې څارنه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


