د بشري حقونو خپلواك كمسيون د جمهور رئيس د ۴۵ ګڼې فرمان د پلي كېدو د څارنې د راپور د خپرولو تر څنګ په يوه بل راپور كې ويلي چې په هېواد كې عدالت ته د خلكو د لاسرسي كچه د تېر كال په پرتله ۴۵ فيصده راښكته شوې ده.
د بشري حقونو خپلواك كمسيون د جمهور رئيس د ۴۵ ګڼې فرمان د پلي كېدو د څارنې د راپور د خپرولو تر څنګ په يوه بل راپور كې ويلي چې په هېواد كې عدالت ته د خلكو د لاسرسي كچه د تېر كال په پرتله ۴۵ فيصده راښكته شوې ده.
ياد كمسيون وايي، په تشكيلاتو كې د ستونزو له كبله د جمهور رئيس ۴۵ ګڼه فرمان په ښه توګه نه دى پلي شوى او ترڅنګ يې د هېواد زياتره ولسواليو كې د څارنوالۍ سېسټم هم غير فعاله پاتې شوى دى.
د بشر حقونو خپلواك كمسيون اندېښنه ښودلې چې كه دا حالت همداسې دوام وكړي، نو د دولت مشروعيت تر پوښتنې لاندې راځي.
د دغه كمسيون مرستيال فهيم حكيم د كب په ۱۳مه په يوه خبري غونډه كې د ياد راپور د خپرولو پرمهال وويل چې دوى له ټول هېواد څخه داسې معلومات راټول كړي چې له مخې يې په ډېرو ولسواليو كې عدلي او قضايي ارګانونه غيرفعال دي، نوموړى وايي: ((د كمسيون موندنې په دې اړه ټكان وركوونكې دي، داسې هيلې وې چې د جمهور رئيس له فرمان څخه وروسته به عدالت ته لاسرسى ورځ تربلې زياتېږي، خو متاسفانه د تېر كال په پرتله دا كچه ۴۵ فيصده راښكته شوې ده.))
فهيم حكيم زياته كړه اوس هم له ۳۵۰۰ زيات كسان په زندانونو كې بې برخليكه ژوند تيروي او ۱۴۰۰ داسې دوسيې يې هم پيدا كړي چې د ځمكو د غصب او فساد ضد مبارزې په اړه دي، خو څېړل شوې نه دي: (( د ۲۳ ولايتونو په ۸۶ ولسواليو كې محكمې غېر فعالې دي او د ۲۲ ولايتونو په ۹۲ ولسواليو كې څارنوالۍ نشته.))
د بشري حقونو د خپلواك كميسون اجرائيوي رئيس موسى محمودي هم وايي، دوى د راپور چمتو كولو پر مهال ډېر داسې معلومات تر لاسه كړي چې له مخې يې په افغانستان كې ښكاره له بشري حقونو څخه سرغړونې شوې دي، نوموړى وايي: (( په ټولو ولايتونو كې معياري زندانونه نشته او بنديان د ژوند له اسانتياو محروم ساتل كېږي، ۱۷۶ ولسواليو كې توقيف خانې نشته او ښځينه زندان خو بيخي وجود نه لري، ۱۴۰۶ دوسيې او ۳۵۵۴ زندانيان همداسې بې برخليكه پراته دي.))
نوموړى وايي، د سروې پر مهال يې ۱۲۹ داسې كسان پيدا كړل چې په شخصي زندانونو كې په غير قانوني ډول ساتل كېدل او د ۲۸ بنديانو داسې پېښې يې هم ثبت كړي چې له ناوړه چلند سره مخ او شكنجې وركول شوې دي: (( په زندانونو كې تورن كسان د محاكمې پرمهال د يوې عادلانه محكمې اصولو، مدافع وكيل او نورو اسانتياو ته لاسرسى نه لري چې دا په خپله د بشري حقونو ترپښو لاندې كول دي.))
د بشري حقونو د خپلواك كمسيون اجرائيوي رئيس دغه راز وويل، د دوى د څېړنو له مخې اوسمهال په هېواد كې بله مهمه ستونزه د ۶۱۶ نامسووله وسله والو ډلو د شتون ده چې د بشري حقونو د نقض ګواښ يې پېښ كړى دى: (( متاسفانه په هېواد كې لكه څنګه چې ښايي قوانين او فرمانونه هغسې نه پلې كيږي.))
بلخوا د كورنيو چارو وزارت بيا د ياد كمسيون ځينې ادعاوې ردوي او وايي نه تر اوسه په ولسواليو كې د توقيف خانو ستونزه شته او نه هم داسې شواهد شته چې له مخې يې وويل شي په ټول هېواد كې ۶۱۶ نامسووله وسله والې ډلې فعاليت لري.
د دغه وزارت د وياند مرستيال نجيب نېكزاد وايي دا مهال د هېواد په ټولو ولسواليو او ولايتونو كې په كافي اندازه پوليس ځاى پر ځاى شوي او له څلور يا پنځو ولسواليو پرته په نورو كې امنيت هم د ډاډ وړ دى: ((دغه راپور بې اساسه دى په دې كچه غير مسوول وسله وال كسان تر اوسه نشته خو يوازې په ځېنې لرې پرتو سيمو كې په ډېره كمه شمېره داسې كسان پاتې دي، نور مو له ټولو څخه وسلې ټولې كړې دي.))
بلخوا لويه څارنوالي هم په يو شمير هغو ولسواليو كې چې امنيتي ستونزې لري د څارنواليو نه شتون مني، خو وايي شمېره يې دومره هم نه ده چې د بشري حقونو خپلواك كمسيون يې په راپور كې يادونه كړې ده.
د لويې څارنوالۍ وياند بصيرعزيزي د بشري حقونو د خپلواك كمسيون لخوا پر دوى لګولي عدالت ته د خلكو د نه لاسرسي ټول تورونه ردوي او وايي: (( موږ منو چې په ځينو ناامنه ولسواليو كې د څارنوالۍ ادارې نشته، خو په داسې سيمو كې چې امنيت نه وي، نو هلته قاضي او څارنوال كار هم نشي كولى.))
د بشري حقونو خپلواك كمسيون عدالت ته د ۴۵ فيصده خلكو د نه لاسرسي راپور په داسې حال كې خپور كړى چې جمهوررئيس شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې د اداري اصلاحاتو، له فساد سره د مبارزې، د قانون د حاكميت او ښې حكومتدارۍ لپاره ۴۵ ګڼه فرمان صادر او هرې ادارې ته يې له مخې ځانګړې دندې وسپارل شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


