ads

د بې پيلوټه الوتكې په بريد كې ۲ تنه ووژل شول

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريكايي بې پيلوټه الوتكې بريد كې دوه شكمن وسله وال ووژل شول. د ځايي چارواكو په وينا، دغه بريد نن سهار د شمالي وزيرستان له مركز ميرانشاه څخه نږد ۴۰ كيلومتره لرې د ويګان په سيمه كې شوى. د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې […]

نویسنده: TKG
20 کب 1391

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريكايي بې پيلوټه الوتكې بريد كې دوه شكمن وسله وال ووژل شول. د ځايي چارواكو په وينا، دغه بريد نن سهار د شمالي وزيرستان له مركز ميرانشاه څخه نږد ۴۰ كيلومتره لرې د ويګان په سيمه كې شوى.

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريكايي بې پيلوټه الوتكې بريد كې دوه شكمن وسله وال ووژل شول.

د ځايي چارواكو په وينا، دغه بريد نن سهار د شمالي وزيرستان له مركز ميرانشاه څخه نږد ۴۰ كيلومتره لرې د ويګان په سيمه كې شوى.

يوه سيمه ييز دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې بريد كې په موټرسايكل سپاره دوه تنه شكمن كسان په نښه شوي دي.

د ده په وينا، په بريد كې دواړه شكمن كسان وژل شوي دي.

كه څه هم تراوسه د يادو كسانو هويت نه دى په ډاګه شوى، خو د پېښې عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې دا ځايي خلك نه دي او ښايي بهرنيان وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA