د طالبانو د سياسي كمېټې پخواني غړي او د ملا محمد عمر نږدې ملګري ملا اغا جان معتصم تېره اوونۍ وویل چې ډېر ژر به د طالبانو لپاره يو سياسي ګوند رامنځته كړي. د نوموړي په خبره په انفرادي هڅو به هېڅ لاسته را نه وړي او طالبان بايد د خپلو اهدافو د تحقق لپاره چې ډېرې قربانۍ يې وركړي په
د طالبانو د سياسي كمېټې پخواني غړي او د ملا محمد عمر نږدې ملګري ملا اغا جان معتصم تېره اوونۍ وویل چې ډېر ژر به د طالبانو لپاره يو سياسي ګوند رامنځته كړي. د نوموړي په خبره په انفرادي هڅو به هېڅ لاسته را نه وړي او طالبان بايد د خپلو اهدافو د تحقق لپاره چې ډېرې قربانۍ يې وركړي په يو سياسي حركت كې سره راغونډ او يوه پراخه سياسي مبارزه پيل كړي.
د کلید خبریال نورولي سعید لیکي: د معتصم اغاجان نوم څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه لرې شو، نوموړی په ۲۰۱۰ كال له افغان حكومت سره د اړيكو د ټینګولو په جرم په كراچۍ كې تر يوه مرګوني بريد راغی، خو ترې روغ ووت. اغاجان معتصم اوسمهال په تركيه كې د يو ډپلوماټيك قرارداد له مخې ژوند تېروي او وايي، په دې اړه يې له خپلو نږدې ملګرو سره مشورې كړې او ګڼ سفرونه يې هم تر سره كړې دي چې څنګه کولای شي خپل سياسي حركت رامنځته كړي.
اغا جان معتصم له پاكستانۍ اكسپرس ورځپاڼې سره په مركه كې ويلي، په دې لټه كې دى، څو د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه ويستل شوي طالب مشران را يو ځاى او په يو ټغر راټول كړي: ((هغه طالب مشران چې نومونه يې د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه ړنګ شوي د طالبانو په سياسي فعاليتونو او د احزابو په رامنځته كولو كې مهم رول لري…او د سياسي حركت رامنځته كولو ته لېواله هم دي.))
بلخوا سياسي کارپوهان په دې باور دي كه ځينې طالبان رښتيا هم د سياسي ګوند په درلودو راميدان ته شي، که هېڅ ګټه ونه نکړي، نو كم تر كمه به د افغانانو پر وړاندې د جګړې تود سنګر يو څه سړښت ومومي.
د حقوقو او سياسي علومو پخوانى استاد رضوان الله بشرمل د ملا اغا جان معتصم د سياسي مبارزې د پيلولو خبره غوره بولي او وايي له ۱۳۷۱ كال راهيسې د تنظيمي ګوندونو خپلمنځي جګړو او ورپسې د طالبانو ۱۰ كلنې بې پايلې جګړې دا وښوده چې سوله په جګړه نشي راتلاى: (( متاسفانه په تېرو وختونو كې ګوندونه په تنظيمي او وسله واله بڼه وو او د سياست پر ځاى يې د هرې مسئلې حل د ټوپك په شپېلۍ لټاوه، خو جوته شوه چې دا فكر سم نه و، له دې لارې سوله رانغله، بلكې تنظيمي جګړو زموږ د سولې خوبونه په يو ويرجن تعبير واړول، نو اوس پكار ده چې افغانستان كې خلكو ته ګوندونه د سياسي مبارزې په مفهوم معنی شي او په سوله ييز ډول هغه څه ته مبارزه وشي چې د هېواد په ګټه وي.))
سياسي کارپوه محمد خالد نور بيا په دې نظر دى چې كه معتصم يوازې د ده په وينا د طالبانو د قربانيو په خاطر ګوند جوړوي، نو دا به يې يوه ستره تېروتنه وي، ځكه دا به د دې ډلې د کړو وړو د بيا تكرار لپاره هڅه وي، نه دا چې د هېواد د سولې امنيت او ابادۍ په لور يو مهم ګام وبلل شي: ((دا چې غواړي طالبان له جګړې څخه سياست ته راوباسي، يو نېك اقدام دى، خو دا چې معتصم بيا د ده په خبره د زياتو قربانيو په وركولو غواړي طالبانو ته سياسي ګوند جوړ كړي، نو طالبان خو پخوا هم يو سخت دريزه ګوند و، که هماغه کړه وړه تکرار کړي، نو پرمختګ يې په څه كې شو؟))
د خالد نور په خبره د مذهبي ډلو او تنظيمونو تجربو وښوده چې دغه ډلې او ګوندونه سخت ناكام ثابت شول او په حقيقت كې به د هېواد په ورانۍ کې له كمونېستي رژيم سره د تل لپاره شريك ګڼل كېږي.
خو څېړونكى او سياسي كارپوه اكبرجان فولاد د اغا جان معتصم د سياسي حركت رامنځته كول د طالبانو د مثبت ذهنيت او سياسي توب په معنی اخلي او وايي، كه داسې وشي او طالبان د جګړې پر ځاى سياسي تحريك رامنځته كړي، نو دا به د سولې او هېواد د سوكالۍ په لاره كې تر ټولو مهم ګام وي: (( كه له وسله والو صفونو نيمايي هم سياسي مبارزه پيل كړي، نو بيا هم دې ته اړتيا نشته چې موږ د سولې د خبرو لپاره ګاونډيانو ته د سوال كچكول په غاړه وروړو او يا هغوى وخت ناوخت زموږ په وړاندې پاروونكي ګامونه پورته كړي.))
فولاد وايي، كه طالبان د جګړې له ډګره د سياست ميدان ته راننوځي او د خبرو له لارې خپل مثبت او قانع كوونكي دلايل وړاندې كړي، نو له يوې خوا به يې د جګړې مخه نيولې وي او له بله پلوه به يې د افغانستان په ابادۍ كې هم ښه رول لوبولى وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


