ads

افغان ښځې ریښتیني حقوق غواړي

د مارچ اتمه د ښځو پر وړاندې له زور زیاتي او تبعیض څخه د مخنیوي د ورځې په نوم په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کېږي. دغه ورځ د ښځو د پیوستون د ورځې په نوم هم یادیږي او له هغو کسانو څخه چې په دې ورځ یې ډېره قرباني ورکړې او د ښځو د حالت […]

نویسنده: TKG
19 کب 1391
افغان ښځې ریښتیني حقوق غواړي

د مارچ اتمه د ښځو پر وړاندې له زور زیاتي او تبعیض څخه د مخنیوي د ورځې په نوم په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کېږي. دغه ورځ د ښځو د پیوستون د ورځې په نوم هم یادیږي او له هغو کسانو څخه چې په دې ورځ یې ډېره قرباني ورکړې او د ښځو د حالت د بدلولو او ښه

د مارچ اتمه د ښځو پر وړاندې له زور زیاتي او تبعیض څخه د مخنیوي د ورځې په نوم په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کېږي.

دغه ورځ د ښځو د پیوستون د ورځې په نوم هم یادیږي او له هغو کسانو څخه چې په دې ورځ یې ډېره قرباني ورکړې او د ښځو د حالت د بدلولو او ښه کولو لپاره یې زیار ایستلی، لمانځنه کېږي. د همدې مبارزو له کبله ښځو د پام وړ پرمختګ کړی او نن ورځ ډېری ښځې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې له نارینه وو سره په ټاکنو کې برخه اخلي، د رایې ورکولو او نوماند کېدلو حق لري او په ټولو برخو کې نسبتا د مساوي حقونو درلودونکې دي.

‌د ښځو لومړۍ نړیواله ورځ د ۱۹۱۱ میلادي کال د مارچ په میاشت کې په ډنمارک، آلمان، اتریش، سویس او امریکا کې ولمانځل شوه. د دې ورځې په لمانځلو کې په میلیونونو ښځو ګډون کړی وو. په دې غونډو کې د دوى عمده غوښتنې د ښځو لپاره د کار قوانین، د رایې حق، په ټاکنو کې ګډون، په ورځني اته ساعته کار کې له نارینه وو سره د برابر مزد درلودل، د زیږون په وخت کې د ځانګړو رخصتیو درلودل په داسې حال کې چې معاش به ورکول کېږي، له مور او ماشوم څخه ملاتړ او د نورو حقونو وضع کول وو.

‎خو په اسلامي نړۍ کې د ښځو ورځ باید له هغې ورځې لمانځل شوې واى، په کومه ورځ چې د خدای تعالی (ج) پېغمبر (ص) عربو او ټولې نړۍ ته پيغام راوړ او دوی یې له دې منع کړل چې نور به خپلې لورګانې ژوندۍ نه خښوي، ښه به دا واى چې په اسلامي ټولنو کې ښځې ته ورکړل شوي حقوق په سمه توګه تبلیغ شوي وای او دوی له خپلو اسلامي حقونو څخه خبرې شوې وای او ورته ته ښودل شوي وای چې څوک د دې حق نه لري چې دوی چاته په بدو کې ورکړي، دوی په زور سپین ږیري یا د خوښې نه سړي ته واده کړي او یا یې هم پلار د پیسو په مقابل کې وپېري.

‎ د نړۍ په كچه افغانستان هغه هېواد دى چې په كې ښځې او نجونې په ډېر بد او ناوړه حالت كې ژوند كوي. په ډېرى سيمو كې نجونې د زده كړې له نعمته محرومې دي، په داسې حال كې چې د اسلام مقدس دين هم د علم زده كړه په نارينه او ښځينه فرض ګڼلې. له روغتيايي نظره هم لكه څنګه چې ښايي ښځې روغتيايي آسانتياوو ته لاس رسى نه لري.

په اوس وخت کې  د افغان مېرمنو د ژوند د ښه والي په هدف لاندې څو ټکي ډېر مهم دي:

ښوونې او روزنې ته افغان مېرمنې تر نورو ډېرو ټولنو ډېره اړتیا لري او په دې برخه کې باید دولت له محلي ښوونکو او دیني علماوو څخه ګټه واخلي، ترڅو هغه ښځې چې سواد نلري، وکولای شي یو څه ولیکي او ويې لولي.

‎ښځو ته باید د روغتیا په برخه کې ډېره پاملرنه وشي. په ډېری ولایتونو کې نسايي او ولادي برخې نشته او د ښځینه ډاکټرې د نه شتون له کبله پکې میندو ته باید د ځينې طبي زده کړو په برخه کې چې دوی ته اړینې وي، په کلیو کې واړه سیمينارونه جوړ شي، ترڅو میندې ترې ګټه واخلي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي، په دې كار سره به ميندې د اړتیا په وخت کې د ماشوم او خپلې کورنۍ ژوند وژغورلى شي.

‎میندو ته د دوی د حقونو د تبلیغ لپاره په لومړي سر کې باید ځينې اسلامي کتابونه چاپ او ووېشل شي او همدارنګه د راډيو، ټلویزيون، ورځپاڼو او مجلو له لارې دوی ته د دوی د اساسي حقونو او مکلفیتونو تبلیغ وشي.

کلیوالو او په دودیزو ټولنو کې دې د ښځو ژوند ته پام وشي، ترڅو دوی وکولای شي په خپلو پښو ودرېږي، په خپل لاس یو څه وګټي او د ځان لپاره ترې ګټه واخلي.

‎هغه څوک چې ښځې په بدو کې ورکوي دیني عالمان، دولت او خیريه ټولنې باید ورته تبلیغ وکړي چې داسې ونکړي او که کوم کس کړي وي ژر دې په سزا ورسول شي. همدارنګه یوه بله ډېره زړه بوګنوونکې پدیده کومه چې اوس اوس نوې په افغاني ټولنه کې د صعود په حال کې ده، هغه ولور دی چې د نجلۍ د کورنۍ لخوا د هلک پر کورنۍ د کوژدې پر مهال د هلک او نجلۍ له خوښې پرته د نجلۍ د پلار له لوري د هلک په کور تحمیل کېږي.

د پورته مواردو په نظر كې نيولو سره په كار ده، داسې لارې چارې ولټوو چې په هغو كې د افغانو ښځو د ستونزو د پاى د ټكي څرك تر سترګو شي او د تل لپاره ورته د يوه محكوم انسان په سترګه ونه كتل شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA