ads

د وينزويلا جمهوررئيس هوګو چاوېز د ۵۸ کلونو په عمر مړ شو

    د وېنزويلا جمهوررئيس هوګو چاوېز، چې د سرطان ناروغۍ له كبله تر درملنې لاندې و، د  ۵۸ کلونو په عمر مړ شوی دی. د ده د مړينې اعلان مرستيال جمهوررئيس نيکولاس مدورو وکړ. د وېنزويلا جمهوررئيس هوګو چاوېز، چې د سرطان ناروغۍ له كبله تر درملنې لاندې و، د  ۵۸ کلونو په عمر […]

نویسنده: TKG
16 کب 1391
د وينزويلا جمهوررئيس هوګو چاوېز د ۵۸ کلونو په عمر مړ شو

 

 

د وېنزويلا جمهوررئيس هوګو چاوېز، چې د سرطان ناروغۍ له كبله تر درملنې لاندې و، د  ۵۸ کلونو په عمر مړ شوی دی.

د ده د مړينې اعلان مرستيال جمهوررئيس نيکولاس مدورو وکړ.

د وېنزويلا جمهوررئيس هوګو چاوېز، چې د سرطان ناروغۍ له كبله تر درملنې لاندې و، د  ۵۸ کلونو په عمر مړ شوی دی.

 

د ده د مړينې اعلان مرستيال جمهوررئيس نيکولاس مدورو وکړ.

هوګو چاوېز له څه باندې يو کال راهيسې د سرطان په ناروغۍ اخته و او څو ځله يې په کيوبا کې عمليات کړي وو.

چاوېز له هغه راهيسې، چې تېره مياشت په کيوبا کې د سرطان ناروغۍ تر درملنې وروسته خپل هېواد وېنزوېولا ته ستون شوی، په عامه ځای کې نه و ښکاره شوی.

د مرګ اعلان يې مرستيال نيکولاس مدورو په داسې حال کې، چې احساساتي ښکارېده او د وينزوېلا مخور سياستوال او پوځي مشران ترې راتاو وو، د سې شنبې پر ځايي وخت ماښام وکړ.

د وينزوېلا د اساسي قانون له مخې به د کانګرېس مشر ډيوسډاډو کابېلو له ټولټاکنو مخکې د منځمهالي جمهوري رياست دنده پر غاړه اخلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA