په عراق كې د سوريې لږ تر لږه څلوېښت سرتېري او حكومتي كاركوونكي د نامعلومو وسله والو په بريد كې وژل شوي دي.
د رپوټونو له مخې، وسله والو د عراق په انبار ولايت کې د موټرو هغه کاروان په نښه کړی، چې دغه سرتېري او کارکوونکي يې بېرته سوريې ته انتقالول.
دغه كسان د تېرې جمعې په ورځ له ياغيانو نه په تېښته عراق ته اوښتي وو.

د دوى پر کاروان په وسله وال بريد کې څو تنه عراقيان هم وژل شوي، خو دا نه ده څرګنده چې بريد چا کړى دى.
بلخوا په سوريه كې د حکومت مخالف فعالان وايي، ياغيانو د شمالي ښار رقه ډېرې سيمې نيولي دي او دا په سوريه کې د کړکېچ له پيل راهيسې د ياغيانو لويه لاسته راوړنه بلل کېږي.
سوريه کې دوه کاله مخکې د جمهوررئيس بشارالاسد پرضد د پاڅون له پيل راهيسې تراوسه شاوخوا ۷۰ زره کسان وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ