پاكستانۍ ورځپاڼې سټارټربيون، په دغه هېواد كې د استخباراتي سرچينو له قوله ويلي چې له پاكستاني زندانونو څخه خوشې شوي ۵۰ فيصده طالب بنديان بېرته خپلو ملګرو او د جګړې ليكو ته ستانه شوي دي.
پاكستانۍ ورځپاڼې سټارټربيون، په دغه هېواد كې د استخباراتي سرچينو له قوله ويلي چې له پاكستاني زندانونو څخه خوشې شوي ۵۰ فيصده طالب بنديان بېرته خپلو ملګرو او د جګړې ليكو ته ستانه شوي دي.
اسلام اباد د روان (۱۳۹۱) كال د لړم ((۲۲ – ۲۵)) د سولې د عالي شورا له پلاوي سره پرېكړه وكړه چې د سولې د بهير د چټكتيا په خاطر به ځينې مهم طالب بنديان خوشې كړي، د افغان پلاوي تر راستنېدو دوه ورځې وروسته دغه هېواد خپلې ژمنې ته د عمل جامه ور واغوسته او ۹ تنه مهم طالب مشران يې له افغان دولت سره له هماهنګۍ پرته راخوشې كړل.
د کلید خبریال نورولي سعید شینواری په دې اړه لیکي: كه څه هم د دغو خوشې شويو كسانو رسمي لېست خپور نه شو، مګر د ناتاييد شويو راپورونو له مخې ويل كېدل چې په دغو كسانو كې له ملا برادر پرته د طالبانو په واكمنۍ كې د عدليې وزير نورالدين ترابي او د مولوي خالص زوى انورالحق مجاهد او نور شامل دي.
هغه مهال د سولې د شورا مشر صلاح الدين رباني د پاكستان د دې ګام ستاينه وكړه او زياته يې كړه: (( د دوی خوشې کېدل به هغه کسان هم تشویق کړي چې په انفرادي ډول يې د سولې هڅې کولې، خوشې شوي كسان د طالبانو مهم غړي دي او کولی شي چې د سولې د بهير د غښتلي کولو او مذاکراتو په برخه کې کار وکړي.))
خو سياسي شنونكو لا په هماغو ورځو كې د پاكستان لخوا د بنديانو د خوشې كولو لړۍ ته د شك په سترګه كتل او ټول دې ته حيران وو چې ايا پاكستان رښتيا هم دې ته متوجه شوى چې په افغانستان كې د سولې په راوستلو كې مهم رول ولوبوي او كه خپله لوبه پر مخ بيايي؟
د چارو كارپوه غلام جېلاني ځواك له كليد سره په يوه مركه كې همدې ټكي ته اشاره كړې او ویلي وو چې پاكستان تر اوسه په يوه ډګر كې هم د رښتينې همكارۍ نيت نه لري او شايد د طالب بنديانو راخوشې كول هم د دې هېواد د استخباراتي كړيو كومه نوې لوبه وي:(( پاكستان بايد طالب بنديان د سولې د شورا په هماهنګۍ خوشې كړي او افغان حكومت ته سپارلي واى.))
په هر صورت دغه اندېښنې او شكونه د ځينو خوشباوريو په وړاندې پاتې راغلل، خو اوس چې له پاكستاني زندانونو د خوشې شويو افغان طالبانو شمېره ۲۴ تنو ته لوړه شوې او د سولې د پروسې په برخه كې هم ځېنې نیمګړې پرمختګونه شوي، نو د پاكستان استخباراتي سرچينو دا ادعا كړې چې لږ تر لږه ۵۰ فيصده خوشې شوي طالب مشران بېرته خپلو ليكو ته ستانه شوي او مستقيما په جګړه كې برخه اخلي.
مګر د افغانستان د سولې عالي شورا او افغان شنونكي د پاكستاني استخباراتو دا ادعا ردوي او وايي، تر اوسه داسې شواهد نشته چې له مخې يې خوشې شوي كسان بېرته د مخالفينو په لور ستانه شوي وي.
د سولې عالي شورا غړى محمد اسماعيل قاسميار د پاكستاني استخباراتي سرچينو ادعا ردوي او وايي: (( پاكستان د بنديانو خوشې كولو لړۍ زموږ له هماهنګۍ پرته پيل كړې وه، اوس چې وايي خوشې شوي كسان بېرته جګړې ته ورګرځېدلي، نو كوم كره اسناد او شواهد هم نه لري.))
د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر څېړندوى عبدالغفور لېوال بيا كه له يوې خوا د پاكستاني استخباراتي كړيو دا ډول ادعاوې ردوي، نو بل خوا وايي چې له پاكستاني زندانونو خوشې شويو طالبانو ته په افغانستان او پاكستان كې د امن ژوند كوم تضمين شوى ميكانېزم تر اوسه نه دى جوړ شوى.
نوموړى زياتوي كه دا ډول طالب مشران خوشې شوي هم دي، نو د پاكستاني استخباراتو له لوري یې كورنۍ يرغمل نيول شوي او هغوى اوس د خپلو بچيانو د ژغورلو لپاره هم شايد وجنګېږي: ((مګر دا لا تثبيت شوې نه ده، داسې تبصرې شته چې له دې ډلې يو شمېر يې ناروغان، په تداوۍ بوخت او يا په ګڼو ښارونو كې د نوموركي ژوند په لټه كې دي.))
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ورته خبره كوي، نوموړي له كليد سره په يوه ټليفوني مركه كې دا رد كړه چې ګواكې له زندانونو خوشې شوي طالب مشران بېرته د دوى ليكو ته ور ګرځېدلي دي: ((دغه خوشې شوي بنديان اوس په ځينو جسمي او رواني ناروغيو اخته دي، يا په خپلو كورونو يا هم په روغتونونو كې كړېږي.))
سياسي شنونكى رضوان الله بشرمل بيا وايي، پاكستان غواړي په دا ډول ادعاو د طالب مشرانو د خوشې كولو لړۍ ودروي، ځكه دا هېواد د شطرنج په خپله لوبه كې داسې راايسار شوى چې د يوې مهرې په خوځولو هم پښيماني احساسوي: (( موږ چې كله هم له طالبانو سره د خبرو كوم مهم موړ ته ورسېږو پاكستان يو چال وچلوي، اندېښنې راوپاروي، لارې راته وتړي او د سولې د خبرو د سبوتاژ كولو هڅې بيا پيل كړي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

