ads

مالي کې د القاعدې پخوانى مشر مختار بلمختار وژل شوى

د چاد پوځ اعلان کړى، چې په مالي كې د القاعدې پخوانى مشر مختار بلمختار وژل شوى دى. د نوموړي د وژل کېدو خبر د چاد ملي تلوېزيون هم خپور کړى، خو نورو سرچينو لا نه دى تاييد کړى. د چاد پوځ اعلان کړى، چې په مالي كې د القاعدې پخوانى مشر مختار بلمختار وژل […]

نویسنده: TKG
13 کب 1391
مالي کې د القاعدې پخوانى مشر مختار بلمختار وژل شوى

د چاد پوځ اعلان کړى، چې په مالي كې د القاعدې پخوانى مشر مختار بلمختار وژل شوى دى. د نوموړي د وژل کېدو خبر د چاد ملي تلوېزيون هم خپور کړى، خو نورو سرچينو لا نه دى تاييد کړى.

د چاد پوځ اعلان کړى، چې په مالي كې د القاعدې پخوانى مشر مختار بلمختار وژل شوى دى.

د نوموړي د وژل کېدو خبر د چاد ملي تلوېزيون هم خپور کړى، خو نورو سرچينو لا نه دى تاييد کړى.

د چاد پوځ د فرانسې په مشرۍ له نړيوالو ځواکونو سره اوږه په اوږده په مالي کې د اسلامپالو سخت دريځو پرضد جنګېږي.

اټکل دى، چې بلمختار، په تېره جنورۍ کې د الجزاير عين اميناس ګازو فابريکه کې بريد سمبال کړى و، چې لږترلږه ۳۷ تښتول شوي كسان په کې ووژل شول.

د چاد د پوځ اعلاميه وايي، چې له بلمختار سره د سخت دريځو اسلامپالو ځينې نور مشران هم وژل شوي دي.

د اعلاميې له مخې، له اسلامپالو سخت دريځو نژدې ۶۰ موټر او پوځي توکي پوځ ته په لاس ورغلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA