ads

طالبانو يوناما ته شكايت كړى

طالبانو په كابل كې د ملګرو ملتونو ادارې (يوناما) ته د ۲۰۱۲ كال د كلني راپور په غبرګون كې یو پرانستی لیک استولی او شکایت لري چې د ملكي مرګ ژوبلې په راپور كې يې بې پرېوالى نه دى ساتلى، خو یوناما وايي دوی د هر هغه دیالوګ ملاتړ کوي چې په نتیجه کې یې […]

نویسنده: TKG
13 کب 1391

طالبانو په كابل كې د ملګرو ملتونو ادارې (يوناما) ته د ۲۰۱۲ كال د كلني راپور په غبرګون كې یو پرانستی لیک استولی او شکایت لري چې د ملكي مرګ ژوبلې په راپور كې يې بې پرېوالى نه دى ساتلى، خو یوناما وايي دوی د هر هغه دیالوګ ملاتړ کوي چې په نتیجه کې یې د ملکي وګړو مرګ ژوبله

 

 

طالبانو په كابل كې د ملګرو ملتونو ادارې (يوناما) ته د ۲۰۱۲ كال د كلني راپور په غبرګون كې یو پرانستی لیک استولی او شکایت لري چې د ملكي مرګ ژوبلې په راپور كې يې بې پرېوالى نه دى ساتلى، خو یوناما وايي دوی د هر هغه دیالوګ ملاتړ کوي چې په نتیجه کې یې د ملکي وګړو مرګ ژوبله راکمېدلی شي.

د طالبانو په پرانستي لیک کې چې د روان كال د فبرورۍ په ۲۲ د يوناما ادارې ته استول شوى راغلي چې د ملګرو ملتونو د يوې څانګې په توګه يې له يوناما څخه داسې توقع نه كېده چې يوازې به د امريكايانو په ګټه راپور خپروي.

د طالبانو لخوا په استول شوي دغه اعتراض ليك كې پوښتنه شوې چې ولې د وردګو د سيداباد په يوه جومات او د كونړ د شيګل په سيمه كې پر ولسي ماشومانو او ښځو د امريكايي بمبار او دغسې نورو پېښو هېڅ يادونه نه ده شوې چې ملامتي يې د بهرنيو ځواكونو په غاړه وي.

طالبانو په دغه لیک کې د يوناما د مشر يان كوبېش هغه خبره هم راخستې او رد كړې چې ويلي وو: (( په جګړه كې د هغو ماشومانو شاملول چې ما غزه يې حتى ځانمرګو حملو لپاره مينځل كيږي، ټكان وركوونكى او حتي د اسلامي موازينو او ارزښتون  په ضد يو عمل دى.))

وسله والو د دې خبرې په ځواب كې ليكلي، داسې ثبوتونه به څوك وړاندې نه كړي چې ماشومانو دې په ځانمرګو بريدونو لاس پورې كړى وي، دوى په پنځو ټكو كې ځانمرګو بريدونو ته د ماشومانو چمتو كول په خپل زيان بولي او وايي هېڅكله يې ماشومان د جګړې ډګر ته نه دي راوړاندې كړي او ليكي دا كار د دوى د وضع شويو قواعدو د نولسمې مادې سره هم په ټكر كې دى: (( په ټول جهادي فعاليتونو په تيره بيا د شهادت غوښتنې په عملياتو كښې د بې ږيرې او تنكيو ځوانانو كارول په ټينګه منع ده دا د هرچا دنده ده چې مخنیوی يې وكړي.))

بل خوا بيا په كابل كې د يوناما دفتر د فبرورۍ په ۲۵ په خپله خپره كړې بيانيه كې ويلي چې دوى د هر هغه ډيالوګ ملاتړ كوي چې د بشري حقونو او بشري مسايلو په اړه وي او په افغانستان كې د ملكي خلكو ساتنه پياوړې کړي.

د دغې ادارې په وینا دا ډیالوګ باید له مګړو سره چال چلند، له بندیانو سره ښه رویه او د ملکي وګړو د تلفاتو څرنګوالی د تصدیق شویو منابعو پر اساس د نړیوالو قوانینو په رڼا کې وي.

د دغې ادارې ويانده نيلاب مبارز هم له طالبانو سره د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه د یوناما په استازیتوب خبرو ته د کیناستو خبره کوي: (( زموږ اداره چمتو ده چې له طالبانو سره د ملكي تلفاتو د مخنيوي په خاطر خبرو ته كېني.))

خو د سياسي چارو كارپوه ډاكټر فېض محمد ځلاند وايي، تر هغو چې جګړه ادامه ولري ناممکنه ده چې يوناما، طالبان او يا هم افغان حكومت د ملكي تلفاتو د مخنيوي په هكله كوټلي ګامونه پورته كړاى شي: (( كه رښتيا يې هم مخنيوى غواړو، نو د سولې خبرې دې وشي.)) خو د پوځي او سیاسي چارو کارپو ظريف ناصري بیا يوناما ته د طالبانو پرانستی ليك د  سولې په لور یو نوی ګام ګڼي: (( تر اوسه هرې خوا مجهولې خبرې كړي، د جګړې د مخنيوي حل دا نه دى.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA