نړيوال بانک پرون اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونود پراختيا او ښه کېدو لپاره افغان حکومت سره سل ميليون ډالره مرسته كوي.
د نړيوال بانک له يوې خبرپاڼې سره سم، د دوى دا مرسته د افغانستان د ۲۲ ولايتونو په ولسواليو او کليو کې روغتيايي خدامات ډېروي.

د سرچينې په وينا، د نړيوال بانک د دې سل ميليون ډالري مرستې تر څنګ به افغان حکومت دېرش ميليونه او اروپايي اتحاديه ۲۷۰ ميليون ډالره په راتلونکو څو کلونو کې د افغانستان پر روغتيايي سکټور ولګوي.
نړيوال بانک له ۲۰۰۳ كال څخه تراوسه پورې د افغانستان د روغتيا په برخه ۳۳۵ ميليون ډالره لګولي دي.
د دغه بانک په مالي مرسته په افغانستان کې يو شمېر کلينيکونه جوړ شوي او د واکسيناسيون ګڼ پروګرامونه پرمخ بېول شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ