ads

د ملا نذير ډله په تور لېست کې شامله شوه

د امريکا متحدو ايالتونو په قبايلي سيمو کې د طالبانو په منځ کې د ملا نذير ډله د نړيوالو ترهګرو په لېست کې ثبت کړه او پر هغې يې بنديزونه اعلان کړل. شک دى، چې د ملا نذير ډله، د پاکستان د پوځ او استخباراتو له ملاتړه برخمنه ده. د امريکا متحدو ايالتونو په قبايلي […]

نویسنده: TKG
9 کب 1391
د ملا نذير ډله په تور لېست کې شامله شوه

د امريکا متحدو ايالتونو په قبايلي سيمو کې د طالبانو په منځ کې د ملا نذير ډله د نړيوالو ترهګرو په لېست کې ثبت کړه او پر هغې يې بنديزونه اعلان کړل. شک دى، چې د ملا نذير ډله، د پاکستان د پوځ او استخباراتو له ملاتړه برخمنه ده.

د امريکا متحدو ايالتونو په قبايلي سيمو کې د طالبانو په منځ کې د ملا نذير ډله د نړيوالو ترهګرو په لېست کې ثبت کړه او پر هغې يې بنديزونه اعلان کړل.

شک دى، چې د ملا نذير ډله، د پاکستان د پوځ او استخباراتو له ملاتړه برخمنه ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې وويل، چې د وژل شوي قومندان ملا نذير ډله او د هغې اوسنى مشر ملنګ وزير د نړيوالو ترهګرو په لېست کې شامل شوي دي.

له خبرپاڼې سره سم، له دې وروسته د دې ډلې او د هغې د قومندانانو ټوله شتمني، که په امريکا يا هر هغه ځاى کې وي، چې امريکا پکې نفوذ لري، ضبط کېږي او امريکايي اتباع له دې ډلې سره هېڅ راز کاروبار نه شي کولى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په وينا، د ملا نذير ډله په شمالي وزيرستان او افغانستان کې ترهګري کوي او د ترهګرو د روزنې لپاره کمپونه هم لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA