د راتلونکې مارچ په لومړۍ نېټه کله، چې روسيه د امنيت د نړيوالې شورا مشري پر غاړه اخلي، د افغانستان مسئله به يې د خبرو اترو له لومړيتوبونو څخه وي.
د راتلونکې مارچ په لومړۍ نېټه کله، چې روسيه د امنيت د نړيوالې شورا مشري پر غاړه اخلي، د افغانستان مسئله به يې د خبرو اترو له لومړيتوبونو څخه وي.
دغه څرګندونې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال “ګينادي ګاټيلوف” تېره ورځ ايترتاس خبري اژانس ته كړې دي.
هغه ويلي، د مارچ په وروستيو کې به د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ټول غړي او په افغانستان کې ښکېل مهم هېوادونه د وزيرانو په كچه په جوړېدونکي غونډه کې برخه واخلي.
د هغه په وينا، دا به يوه مهمه غونډه وي، چې په کې به ټولې خواوې د افغانستان پر حالاتو خبرې او د دې هېواد د راتلونکو پرمختګونو په اړه به پرېکړې وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

