پاکستاني چارواکي وايي، له څو ورځو راهيسې د لشکر جنګوي پر ضد پيل شويو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه د دې ډلې ۵۰ تنه غړي نيول شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، له څو ورځو راهيسې د لشکر جنګوي پر ضد پيل شويو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه د دې ډلې ۵۰ تنه غړي نيول شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا عمليات تېره اونۍ په کوټه کې له هغې مرګوني بريد وروسته پيل شول چې په کې تر ۲۵۰ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د پاکستان امنيتي چارواکي وايي، په نيول شويو کسانو کې د لشکر جنګوي ډلې يو شمېر مشران هم شامل دي او تر يوې مياشتې به تر پوښتنو ګروېږنو لاندې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د يادې ډلې بنسټګر او مشر ملک اسحاق هم په پنجاب ايالت کې پخپل کور کې نيول شوى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


