ads

د ښځو او نجونو مرګ ژوبله ډېره شوې

ملګري ملتونه په يوه تازه راپور كې وايي، په ۲۰۱۲ كال د افغانستان په شخړو كې د ملكې كسانو مړينه ۱۲فيصده كمه شوي، خو د ښځو او نجونو او حکومت پلوه ملکي مامورینو مرګ ژوبله بيا ډېره شوې ده. ملګري ملتونه په يوه تازه راپور كې وايي، په ۲۰۱۲ كال د افغانستان په شخړو كې […]

نویسنده: TKG
6 کب 1391

ملګري ملتونه په يوه تازه راپور كې وايي، په ۲۰۱۲ كال د افغانستان په شخړو كې د ملكې كسانو مړينه ۱۲فيصده كمه شوي، خو د ښځو او نجونو او حکومت پلوه ملکي مامورینو مرګ ژوبله بيا ډېره شوې ده.

ملګري ملتونه په يوه تازه راپور كې وايي، په ۲۰۱۲ كال د افغانستان په شخړو كې د ملكې كسانو مړينه ۱۲فيصده كمه شوي، خو د ښځو او نجونو او حکومت پلوه ملکي مامورینو مرګ ژوبله بيا ډېره شوې ده.

ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۱۲ کال په افغانستان کې ۷۵۵۹ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې ډلې ۲۷۵۴يې وژل شوي او ۴۸۰۵ يې تپيان دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې د ملکي مرګ ژوبلي ۸۱ فيصده د دولت د وسله والو مخالفينو لخوا چې د تېر کال په پرتله ۹ فيصده زياتوالی ښيي او ۸ فيصده مرګ ژوبله د دولت پلوي ځواکونو او ایساف  له خوا رامنځ ته شوې.  خو د ۱۱ فيصده مرګ ژوبلې عاملين معلوم نه دي.

ملګرو ملتونو د کب په لومړۍ نېټه ياد راپور په ۸۵ پاڼو کې خپور کړ. له شپږو كلونو وروسته دا لومړی ځل دى چې  د ملكي مرګ ژوبلې په كچه کې لږوالى راغلى دى.

د يوناما په خبره د ملکي مرګ ژوبلې لوى عامل د سړک غاړې ماينونه دي چې په ۲۰۱۲ کال په ۷۸۲ پېښو كې ۸۶۸ تنه وژل شوي او ۱۶۶۳ ټپيان دي.

ملګري ملتونه وايي، په ٢٠١٢ کال کې د افغان او ايساف ځواکونو ٣١٦ ملکي کسان وژل شوي او ٢٧١ نور ټپيان دي چې د تېر کال په پرتله ٤٦ فیصده کموالى ښيي.

يوناما په ٢٠١٢ کې د ښځو ملکي تلفات ٨٦٤ تنه ښودلي چې له دې ډلې ٣٠١ تنه وژل شوي او ٥٦٣ نورې ټپيانې دي.

د يوناما د بشر حقونو مسوول جورجيت ګنيان، وويل، په ٢٠١٢ کال کې د ښځو او نجونو په مرګ ژوبله کې د تېر کال په پرتله شل فیصده زياتوالى راغلى دی.

هغه زياته کړه، د ملکي وګړو هغه مرګ ژوبله چې د وسله والو مخالفينو له خوا په ٢٠١٢ کال کې په هدفي وژنو کې رامنځته شوې، تر هغه يو کال د وړاندې ١٠٨ فیصده زياتوالى په کې راغلى چې ٦٩٨ تنه په کې وژل شوي او ٣٧٩ تنه ټپيان دي.

د ګنيان په وينا، په دې کسانو کې دولتي مامورين، مذهبى او قومي مشران او د مصالحې او سولې په پروسه کې ښکېل کسان شامل دي چې له دې ډلې د دولتي مامورينو مرګ ژوبله ٧٠٠ فیصده لوړوالى ښيي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د يوناما ياد راپور یو اړخيز او دروغ بللی. د نوموړي په خبره د طالبانو له لوري د جګړې پرمهال په ډېرو کمو حالاتو کې ملکي وګړو ته له ۱۰ فیصدو زیات تلفات نه دي اوښتي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA