ads

نه حلېدونکې معما

ملکي تلفات هغه غمیزه ده چې د تېرو څه باندې پنځه دېرشو کلونو جګړو په ترڅ کې عام خلک ترېنه متضرر شوي، خو په وروستۍ لسیزه کې بیا دا ستونزه په یوه نه حلېدونکې معما بدله شوې ده. ملکي تلفات هغه غمیزه ده چې د تېرو څه باندې پنځه دېرشو کلونو جګړو په ترڅ کې […]

نویسنده: TKG
5 کب 1391

ملکي تلفات هغه غمیزه ده چې د تېرو څه باندې پنځه دېرشو کلونو جګړو په ترڅ کې عام خلک ترېنه متضرر شوي، خو په وروستۍ لسیزه کې بیا دا ستونزه په یوه نه حلېدونکې معما بدله شوې ده.

ملکي تلفات هغه غمیزه ده چې د تېرو څه باندې پنځه دېرشو کلونو جګړو په ترڅ کې عام خلک ترېنه متضرر شوي، خو په وروستۍ لسیزه کې بیا دا ستونزه په یوه نه حلېدونکې معما بدله شوې ده.

د دې غمیزو د لړۍ په دوام وروستۍ پېښه د کونړ د شیګل ولسوالۍ په چوګام کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې د څوارلسو ولسي وګړو مرګ ژوبله او د څو کورونو ویجاړېدل وو.

که څه هم د داسې پېښو پر وړاندې په بار بار د خلکو او دولت لخوا غبرګونونه ښودل شوي، خو سربېره پر دې بيا هم داسې پېښې تکرار شوې دي چې د وروستۍ پېښې پر وړاندې بیا جمهور رئیس کرزي جدي او تند غبرګون وښود.

د پېښې د پوره څېړنې لپاره جمهور رئیس كرزي د شجاع الملک جلاله خان په مشرۍ یو پلاوی کونړ ته ولېږه او په خپله یې هم په ټيلیفون د زیانمنو شويو کورنیو پاتې کسانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه. کرزي د تېرې شنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل؛ له دې وروسته باید افغان ځواکونه د عملیاتو پرمهال له نړیوالو څخه د هوایي ملاتړ غوښتنه ونه کړي.

آیساف وایي، د جمهوررئيس كرزي هدف له دې خبرو څخه دا دی چې د عملیاتو پرمهال د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې کچه راکمه شي.

په کابل کې د ایساف ویاند ګوينټر كټز خبریالانو ته وویل، که چېرې د پوځی عملیاتو طرحه او پلان په سمه توګه جوړ شي؛ نو هوایي ځواک ته به هېڅ اړتیا پېښه نه شي.

جنرال کټز وایي، له نړیوالو ځواکونو څخه د هوایي ملاتړ د نه غوښتو په برخه کې د کرزي له وروستیو خبرو سره موافق دي؛ خو دا چې څنګه به عملي شي، په دې اړه د نړیوالو او افغان چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي.

بلخوا بیا د افغانستان د مدني ټولنې فدراسيون هم یوه اعلامیه خپره کړې چې دلته یې یوه برخه را اخلو:

“موږ په هېواد كې د پراخې قانون سالارۍ غوښتونكي يو! “

“سړي تښتوونكي، د بې ګناه افغانانو كورني او بهرني وژونكي او بمباروونكي او اداري مفسدين دې ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په هېواد كې د قانون د حاكميت كمزورتيا، د بې ګناه افغانانو د كورنيو او بهرنيو وژونكو او ځوروونكو نه محاكمه،  يو شمېر زورواكو سره د سياسي رشتو له كبله نرم چلند، د يو شمېر ملي او نړيوالو كړيو له خوا د جنګي مجرمينو او نامسووله وسله والو ملاتړ، د هغوى مالي او تسليحاتي تقويې، د تورو ښيښو موټرو او وسلو ګرځولو او نورو كړنو، د هېواد بې وزلى ولس له مرګ، تهديدونو، تښتونو او نورو راز راز بشر ضد عملونو سره مخ كړى دى.

بلخوا د ملګرو ملتونو د وروستي راپور پر بنسټ، تېر زېږديز کال (٢٠١٢) په افغانستان کې ٧٥٥٩ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو زياتوي چې دغه شمېر د تېرو شپږو کلونو په پرتله ډېر کم دى.

راپور وايي د ځانمرګو بريدونو او ځمکنۍ جګړې کموالى، د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه د افغان او ايساف ځواکونو له خوا د تدابيرو نيول او د هوايي بريدونو کموالى د ملکي تلفاتو د کمېدو ستر لاملونه په ګوته شوي دي.

په راپور کې راغلي: سربېره پردې چې په ٢٠١٢ کال کې ملکي تلفات کم شوي، خو د دولت وسلوالو مخالفينو بيا د هرې ورځې له تېريدو سره په ټول هېواد کې غير نظاميان په نښه کړي او خپلو بريدونو ته يې د انسانانو ژوند ته په نه پام سره دوام ورکړى دى.

د يوناما په راپور کې ادعا شوې، چې د ملکي وګړو ٨١ سلنه مرګ ژوبله د وسلوالو مخالفينو له خوا تر سره شوې ده.

په دې راپور کې د اته سلنې ملکي مرګ ژوبلې پړه پر دولتي او ايساف ځواکونو اچول شوې او نور يوولس سلنه تلفات کومې ښکېلې ډلې ته نه دي منسوب شوي.

ملګري ملتونه وايي، سربېره پردې چې په ٢٠١٢ کال کې د افغان او ايساف ځواکونو له خوا د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي په برخه کې کوټلي ګامونه پورته شوي، خو له دې سره سره ٣١٦ ملکي کسان وژل شوي او ٢٧١ نور ټپيان دي، چې د تېر کال په پرتله ٤٦ سلنه کموالى ښيي.

خو راځو دې ټکي ته چې دا ټول غبرګونونه، اعلامیې او لاریونونه به څه لاره هواره کړي دې ته چې نور داسې پېښې تکرار نه شي؟ په رښتیا چې نور، نو د خلکو زغم او صبر هم تمام شوی او له دولت څخه د دې غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې دغې ستونزې ته د حل لاره ولټوي، ترڅو ټولو عام وژنو ته د پای ټکی کېږدي. تر کله به دا مظلوم او بې ګناه ملت وژل کېږي او د پوښتنې به یې څوک نه وي؟

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA