ads

له یوې سوړې د چیچلو بله هڅه

دوه اوونۍ وړاندې د پاكستان د جمعيت علماى اسلام مشر مولانا فضل الرحمان له طالب استازو سره د خبرو په مقصد دوحې ته ولاړ، خو طالب استازو ورسره له لیدلو انکار کړی او ویلي یې دي چې دوی له دغه مولانا سره اصلا د كتنې نيت نه درلود. دوه اوونۍ وړاندې د پاكستان د جمعيت […]

نویسنده: TKG
5 کب 1391
له یوې سوړې د چیچلو بله هڅه

دوه اوونۍ وړاندې د پاكستان د جمعيت علماى اسلام مشر مولانا فضل الرحمان له طالب استازو سره د خبرو په مقصد دوحې ته ولاړ، خو طالب استازو ورسره له لیدلو انکار کړی او ویلي یې دي چې دوی له دغه مولانا سره اصلا د كتنې نيت نه درلود.

دوه اوونۍ وړاندې د پاكستان د جمعيت علماى اسلام مشر مولانا فضل الرحمان له طالب استازو سره د خبرو په مقصد دوحې ته ولاړ، خو طالب استازو ورسره له لیدلو انکار کړی او ویلي یې دي چې دوی له دغه مولانا سره اصلا د كتنې نيت نه درلود.

ډېری افغان کارپوهان چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لړۍ څاري د فضل الرحمان پر وړاندې په قطر كې د طالبانو ناجاڼه سلوك ستايي او وايي، كه دوی ( طالبان) د بل په اشارو عمل ونه كړي، د خپل اختيار واګي بل چاته پرې نږدي او مخامخ د سولې خبرو ته حاضر شي، نو سوله څه د مرغۍ پۍ نه دي چې ونه موندل شي.

د سياسي علومو یو پخوانی استاد رضوان الله بشرمل په همدې نظر دى، د ده په خبره كه طالبان له خپلې نظريې او پلان سره خبرو ته را مخكې شي، نو د جګړې د درېدو لپاره به تر بل هر وخته ښه فرصت برابر شي، هغه وايي:(( د پاكستان مذهبي ډلې ای اس اى رامنځته كړې دي، دوى تر ډېره په طالبانو او حتى په تنظيمونو كې نفوذ ساتلى، تر اوسه دوى هر ګام د ای اس ای په اشاره پورته كړى، مګر نور نو طالبان هم بايد په دې سر خلاص كړي که د سولې په خبرو اترو کې د نورو تر جغ ولاړ شي، هېڅ پرمختګ به ونه لري.))

د چارو شنونكى مطيع الله خروټى بيا په دې اړه چې ولې طالبان د سولې په خبرو كې د پاكستان له راښكېلولو ډډه كوي داسې وايي: (( له يوې خوا طالبان له پاكستان څخه ځكه وېره لري چې دغه هېواد غواړي د سولې روانه پروسه سبوتاژ كړي او له بلې خوا طالبان دا نه غواړي د چا له احسان لاندې د سولې پروسه پر مخ يوسي، ځكه چې سبا بيا ورته وايي چې طالبان د دوى له بركته په افغانستان كې د منصب او مقام خاوندان شول.))

د سولې د خبرو مديريت

مولانا فضل الرحمان هغه څوك دى چې په ۱۳۸۶(۲۰۰۷) کال په كابل كې د پاكستان او افغانستان د امن د ګډې جرګې لپاره رابلل شوى و، خو له افغان حكومت سره د تعصب له مخې كابل ته رانغى، دى او قاضي حسين احمد طالبانو ته ډېر نږدې خلك بلل كېدل، خو د سیاسي کارپوهانو په وینا دې دواړو په تېرو لسو كلونو كې د افغان سولې لپاره يو ګام هم وانخست.

ډاکټر روح الله امین چې په افغانستان او پاکستان کې د مذهبي او تنظیمي ګوندونو په اړه ډېره مطالعه لري د سولې مېز ته د طالبانو د را وړاندې کولو په برخه کې قطر ته د دغه پاکستاني مولانا وروستي سفر سخت حیران کړی دی، نوموړی وايي: (( که ماضي ته کتنه وکړو، نو ښكاره ده چې ځينو مصلحتونو به اړ كړى وي، هغه مصلحتونه به هم د افغانستان د ژغورنې نه وي، بلكې داسې به وي چې پاكستان يو ځل بيا د افغانستان د مسئلې واګي او مديريت په خپلو لاسو كې واخلي.))

د ښاغلي امین په خبره، طالبانو په قطر كې له يو شمېر افغانانو سره په خبرو کې ويلي چې فضل الرحمان د پاكستان د ځېنو داسې كړيو له لوري دوحې ته استول شوى و چې نه غواړي طالبان په دوحه كې يو ځانګړى دفتر ولري، ډاکټر امین وايي: (( دا په دې معنی ده چې پاكستان د سولې په خبرو كې طالبانو ته د استقلاليت د وركړې پر خوا نه دى ولاړ او غواړي چې هر ډول وي، نو د سولې په خبرو كې په ښكېلو غاړو (افغان حكومت، امريكا او طالبانو) احسان بار كړي، طالبان په خبرو كې خپلواكۍ ته پرې نږدي، د افغانستان په مسئله كې ځانته ستر امتيازونه واخلي او بيا هم هغه څه وكړي چې خپله رضا او د استخباراتي كړيو غوښتنه يې ده. هغه خبر چې خپور شوی، دې خبرو ته طالبانو هم اشاره كړې او ويلي يې دي، پاكستان  نه غواړي چې طالبان په مستقل ډول له امريكا سره خبرې وكړي.))

له دغو تحلیلونو دا نتیجه ترلاسه کېږي چې پاكستان په خپله لوبه كې د ناكامۍ د مخنيوي لپاره فضل الرحمان رامخته كړى دى، ګنې دا ښاغلى خو لس كاله وړاندې هم په سياست كې فعال او د سولې د خبرو لپاره جوړ تيار و، مګر يو طالب بندي هم د پاكستان له زندانونو راخوشې نه شو او نه د مولانا فضل الرحمان زړه ودردېده چې افغانان د سرو وينو له ګردابه وژغوري.

ماضي څنګه وه؟

سیاسي مبصرین وايي چې له نن څخه ۲۴ کاله وړاندې هم كټ مټ ستونزه وه، هغه مهال پاكستان د جهادي تنظیمونو په استازیتوب نېغ د افغانستان د ډموکراتیک حكومت مخې ته ولاړ و او د سولې او مذاكراتو چارې د پاکستان له لوري مدیریت کېدلې چې بالاخره د ۱۳۶۷کال د ثور په ۲۶مه نېټه یې د بهرنیو چارو وزارت له لوري د جنیوا درې اړخیز تړون له افغانستان او روسیې سره امضا کړ. دا تړون په حقیقت کې د روسانو تر وتلو وروسته د مجاهدينو د يو ځاى كولو او افغان حكومت د ملاتړ په نوم لاسليك شوی و، خو تر پایه پاکستاني لوري عملي نه کړ.

د پوځ پخوانی منصبدار ډګروال محمد سرور نیازی چې د هغو کلونو ژوندی شاهد دی، وايي: (( د پاکستان د تېرو هڅو نتیجه دا شوه چې روسان د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶مه ووتل، د جګړې بار د شاوخوا درې کلونو لپاره د نجیب پر حکومت پاتې شو، ځکه دغه هېواد چې د کابل له حکومت سره د مجاهدینو د یو ځای کولو ټټر وهلی و، پر هغه سترګې پټې کړې او بالاخر د ډاكټر نجيب واكمني ړنګه او هېواد د پراخو تنظيمي جګړو د ښامار په خوله كې كېوت، په ۱۳۷۵ يې د طالبانو راتګ ته لار اواره كړه او په ۱۳۸۰ كال امريكا د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم تر افغانستانه راورسېده او دا جګړه تر ننه روانه ده، یعنې نه یوازې د دغه هېواد له هڅو مو خیر ونه کوت، بلکې ډېر څه مو له لاسه ورکړل، ایا دا اوسنۍ هڅې ( د مولانا فضل الرحمان) د تېرې تجربې تکرار نه دی، باید ټول لوري هوښیار واوسي چې له یوې سوړې دوه ځلې ونه چیچل شو، که داسې وشول نو نه پوهېږم چې د پاکستان مدیریت به مو دا ځل په کوم لوري رهي کړي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA