د تېرې يوې لسيزې په تېرېدو سره نه يوازې دا چې افغان دولت او نړیواله ټولنه دواړه په دې ونه توانېدل چې د افغان مېرمنو په ژوند كې تر هغه بريده چې باید بدلون يې راوستلای وای پاتې راغلل، بلكې ورځ تر بلې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي، زورزياتي او د هغوى د حقونو د تر پښو لاندې كولو كچه هم په لوړېدو ده.
د تېرې يوې لسيزې په تېرېدو سره نه يوازې دا چې افغان دولت او نړیواله ټولنه دواړه په دې ونه توانېدل چې د افغان مېرمنو په ژوند كې تر هغه بريده چې باید بدلون يې راوستلای وای پاتې راغلل، بلكې ورځ تر بلې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي، زورزياتي او د هغوى د حقونو د تر پښو لاندې كولو كچه هم په لوړېدو ده.
په روان كال كې د هېواد د يو شمېر نورو ولايتونو په څېر په غزني ولايت كې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي كچه لوړه شوې او تر اوسه په دې ولايت كې د كورني تاوتريخوالي او نورو علتونو له كبله ۱۲ مېرمنې وژل شوې دي.
د غزني ولايت د ښځو چارو رئيسه شكريه ولي وايي، په تېره يوه لسيزه كې ښځې توانېدلي، ترڅو تر يوه بريده پورې په ځينو برخو كې خپل حقونه ترلاسه كړي چې نوموړې يې بېلګه په دولتي او نادولتي ادارو د يو شمېر ښځو حضور په ګوته كوي، خو په وينا يې، اوس هم ښځې نشي كولاى چې ځينې تصميمونه پخپله ونيسي: (( لاهم اجباري او له خوښې پرته ودونه او په بدو كې د نجونو وركول دوام لري، حكومت په دې برخه كې پاتې راغلى، دغه ستونزه په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې، خو پر پخوا په كې كمى تر سترګو كېږي.))
اغلې ولي وايي، د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي شوي او د تاوتريخوالي كچه تر پخوا ټيټه شوې ده.
د نوموړې په وينا، دا چې اوس رسنيو پرمختګ كړى او له هرې سيمې څخه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي خبرونه خپرېږي او د تاوتريخوالي پېښې پټې نه پاتې كېږي، نو خلك داسې فكر كوي چې ګوندې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېر شوى چې په حقيقت كې داسې نه ده: (( اوس ډېرې ښځې له خپلو حقونو څخه خبرې شوې دي او په دې هم پوه شوي چې داسې دفترونه شته لكه د ښځو چارو رياستونه، د بشري حقونو دفترونه او داسې نورې ټولنې چې د دوى له حقونو څخه ملاتړ كوي، نو له همدې كبله ښځې په جرات سره خپل غږ پورته كوي او زورزياتى د تېر په څېر په پټه خوله نه زغمي او اړوندو دفترونو ته مراجعه كوي.))
د غزني د ښځو چارو رئيسه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي علتونه بېوزلي او ناوړه دودونه په ګوته كوي او په وينا يې، هڅه كوي چې د تېر په څېر د عامه پوهاوي پروګرامونو ته دوام وركړي، ترڅو هغه كسان چې د ښځو له حقونو څخه ناخبره دي له دې لارې ورته پوهاوى وركړي.
خو د غزني د ولايتي شورا غړې حمیده ګلستانۍ بیا وایي چې په دې ولايت كې ښځو خپل هېڅ راز حقونه نه دي ترلاسه كړي او په وينا يې، د مجبوریت له مخې ځینو مېرمنو ته په دولتي ادارو كې دندې وركړل شوې دي: (( پر ښځو تجارت كېږي، هرڅوك يې په خپله ګټه استعمالوي او له رايو څخه يې ګټه پورته كوي.))
د هغې په وينا، حكومت له ښځو سره توپيري چلند كوي او د مېرمنو د ملاتړ خبره سمبوليكه بڼه لري: (( ډېرې مېرمنې د ليسانس تر كچې زده كړې لري او په غزني كې تېر دېرشو ډېرې دولتي ادارې موجودې دي، خو يوازې د دوو مشري يې د مېرمنو پر غاړه ده او هغه هم د مجبوريت پر اساس، د ښځو چارو رئيسه مېرمنه ده ځكه چې د دې رياست مشري بايد د مېرمنې پر غاړه وي.))
دا چې ولې ښځې نه دي توانېدلي، ترڅو خپل حقونه ترلاسه كړي اغلې ګلستانۍ يې تر ډېره بريده علت پخپله ښځې بولي: (( ښځو د خپلو حقونو د ترلاسه كولو لپاره مبارزه نه ده كړې او د خپلو حقونو د ترلاسه كولو جرات نه لري، حكومت او نورو اړوندو ادارو هم مېرمنو ته ډېره پاملرنه نه ده كړې چې له كبله يې مېرمنې له خپلو حقونو بې برخې پاتې دي.))
د نوموړې په وينا، د ښځو له حقونو څخه د نړيوالو ملاتړ يوازې د كاغذ پر مخ دى او هېڅ عملي بڼه نه لري.
ګلستانۍ وايي، ښځې بايد خپله خپل حقونه تثبيت كړي، د يو بل له تخريبولو څخه د ډډه او له يو بل څخه دې ملاتړ وكړي، ترڅو خپل حقونه ترلاسه او له زور زياتي څخه خلاصې شي.
په غزني کې د پیوند مدني ټولنې غړى محمد خالد وايي، كه هغه كسان چې پر ښځو ظلم او تېرى كوي او هغوى وژني، له نيول كېدو وروسته په سزا ورسېږي او اسلامي، شرعي او قانوني احكام پرې تطبيق شي، نو بې له شكه به د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى كم او له منځه ولاړ شي.
د غزني د ښځو چارو رياست وايي چې د روان كال په ترڅ كې ورسره د ښځو پر وړاندې د بېلابېلو تاوتريخوالو ۶۰ پېښې ثبت شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


