د پاکستان جمهور ريئس په خپل هېواد کې د ترهګرۍ او افراطيت زياتېدا ته په اشارې وويل، چې هېواد يې د افغانستان له کبله په دې برخه کې سخت زيان ليدلى دى.
د پاکستان جمهور ريئس په خپل هېواد کې د ترهګرۍ او افراطيت زياتېدا ته په اشارې وويل، چې هېواد يې د افغانستان له کبله په دې برخه کې سخت زيان ليدلى دى.
د پاکستان جمهور رئيس اصف علي زرداري پرون په پاکستان كې د عقايدو او کلتورونو د تفاهم د ملي کنفرانس په پاى غونډه كې دغه څرګندونې وكړې او له خلکو يې وغوښتل، چې د سخت دريځو، ترهګرو او افراطيانو پر وړاندې لاسونه يو بل ته ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېرى نړيوال او افغان کتونکي په دې باور دي، چې د سخت دريځو ترشا د پاكستان استخباراتي ادارې آى اس آى لاس دى.
د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ په کوټه کې سلګونه كسان د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ كې ووژل شول، چې د راپونور له مخې د دې بريد پړه پاكستان كې مېشتې سخت دريزې ډلې لشكر جنګوي پر غاړه اخيسته ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


